اسلام آباد هایی کورټ عمران خان د عدالت د سپکاوي لیکلې امر جاري کړې دې

0
162

باغی ټي وي رپورټ
د عدالت د سپکاوي مقدمې ليکلي حکم جاري کړی، د عمران خان سزاګانې هم د حکم برخه ده

د اسلام اباد هائي کورټ د تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان خلاف د توهين عدالت کيس کې ليکلي حکم جاري کړی دی.

د عمران خان سپکاوی کوونکې جملې هم د عدالت د حکم برخه ګرځول شوې ده چې پکې عمران خان ویلي وو او ښځینه قاضي ته ی په اشاره ویلي وو چې او مجسټرېټ صاحبه زیبا تاسو هم تیار اوسئ”، عمران خان زیاته کړې وه چې مونږ به هم ستاسو خلاف کاروائي وکړو.
عدالت عمران خان ته د اګست په ۳۱مه په شخصي توګه د سمن او شوکاز نوټس جاري کړی دی.

اسلام آباد هائي کورټ د بني ګاله ايس ايچ او عمران خان ته د شوکاز نوټس جاري کولو حکم ورکړے دے۔
په ليکلي حکم کې ويل شوي دي چې قاضي ته د عمران خان د ګواښ مقصد د خلکو په سترګو کې د عدليې وقار او وقار ته زيان رسول دي، دا هم ویل شوي دي چې د قاضي په اړه د عمران خان سپکاوى کوونکى بيان دى او د عدالت په لاره کې د خنډ اچولو هڅه ده.
په ليکلي حکم کې زياته شوې چې په عدليه د خلکو د باور د خرابولو هڅه په مستقيمه توګه د عدالت د سپکاوي په درجه کې راځي، عمران خان د عدالتي نظام د خنډولو هڅه کړې او عمران خان بيان په عدليه د خلکو باور ته د زيان رسولو هڅه کړې ده.
……………..
نور خبرونه

د پاکستان تحریک انصاف ښځينه غړې زرتاج ګل د خپل میړه څخه ډیره خفه ده، وایی میړه ی کله هم ډالۍ نه ده راکړې

د پاکستان ټاکنو کمیشن عمران خان او اسد عمر ته امر کړې چې ۵۰، ۵۰ زره روپۍ جرمانه ادا کړي

Leave a reply