د پاکستان تحریک انصاف ښځينه غړې زرتاج ګل د خپل میړه څخه ډیره خفه ده، وایی میړه ی کله هم ډالۍ نه ده راکړې

0
171

باغی ټي وي رپورټ
د اکستان تحریک انصاف غړې زرتاج ګل وايي، مېړه یې هېڅکله ډالۍ نه ده ورکړې او نه یې ډېره ستاینه کوي.

د زرتاج ګل له مېړه همایون خان سره یو شخصي چینل ته د شوې مرکې کلپ په ټولنیزو رسنیو کې وائرل شوی دی.

زرتاج ګل د مرکې پر مهال د خپل مېړه د ستاينې ترڅنګ له خپل مېړه څخه هم شکايت وکړ چې ماته يې هيڅ ډالۍ نه ده راکړې، نه پوهيږي چې کومو ښځو ته څه ډالۍ ورکوي.
زرتاج ګل د ښکلا په اړه وویل، چې سیاست بېړۍ ډوبه کړې، موږ یو وخت ښکلي وو، په پیل کې به مو غوښتل چې د خپلو مېړونو ستاینه وشي، خو له پیله مو ډېره ستاینه ونه کړه.

هغه وویل چې مړونه ستاینه نه کوي، شیخ رشید یو ځل زه په یو غونډه کښې په وینا کولو ولیدم او ویې ویل چې که ستاسو په څیر میرمنې سخت کار،محنت وکړي نو هغه ښځې بیا حکومت کوي.

له بلې خوا د هغې خاوند همایون خان وویل چې که جګړه وي نو پیل ی زه کوم.

په پارټۍ کې د هوښیار او سمارټ مشر په اړه د پوښتنې په ځواب کې زرتاج ګل وویل چې زما په نظر عمران خان په پارټۍ کې تر ټولو تکړه سړی دی او هغه زما خاوند ډیر خوښوي، شاه محمود هم ډیر سمارټ دی او جهانګیر ترین هم په رښتیا سره ډیر یو تکړه سړې دې.

نور خبرونه

د پاکستان ټاکنو کمیشن عمران خان او اسد عمر ته امر کړې چې ۵۰، ۵۰ زره روپۍ جرمانه ادا کړي

د پاکستان فوځ او ملکی ادارو په ضد د بغاوت په مقدمه کښې نیول شوې شهباز ګل د ۷ اوو ورځو لپاره د ریمانډ غځولو غوښتنه شوې ده

Leave a reply