د پاکستان ټاکنو کمیشن په کراچۍ کښې هم بلدیاتي ټاکنې ځنډولي دي
باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د داخلي سندهه نه پس کراچۍ کښې هم بلدياتي انتخابات ځنډولي دي۔
د کراچۍ په ګډون د سندهه په يو شمېر ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو د دويم پړاؤ ترمخه د اګست په ۲۸مه نېټه د رای اچونې ورځ اعلان شوې وه.
خو په سندهه کې د بارانونو او سیلابونو له کبله د انتخاباتو کمېشن پرون پرېکړه کړې وه چې د حیدر اباد په ګډون په ۹ ضلعو کې بلدیاتی انتخابات وځنډوی.
نن د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د الیکشن کمیشن په مرکزي دفتر کې د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې کراچۍ کې د بلدیاتی انتخاباتو ترسره کولو په اړه یوه مهمه غونډه وشوه چې پکې د کراچۍ د موسمي صورتحال او د موسمي حالاتو په اړه خبرې وشوې او د سیمه ایزو ارګانونو د ټاکنو مسایل هم وڅیړل شول.
چيف اليکشن کمشنر کراچۍ کښې په 28م اګست د بلدياتي انتخاباتو ترسره کيدو په اړه رپورټ غوښتې دې او سيکرټري اليکشن کميشن ته ئي د شپږو مهم ادارو نه سمدستي رپورټ اخستلو لارښوونه کړې وه.
چيف اليکشن کمشنر سيکرټري داخله ته هدايات کړي دي چي د چيف سيکرټري، آئي جي او ډي جي رينجرز نه دي رپورټ واخلي۔
د دې نه علاوه د صوبائې اليکشن کمشنر او د موسمياتو محکمي نه هم د رپورټ اخستلو لارښوونه شوې ده په کوم کښې چې د ښار د موسمي صورتحال په اړه معلومات غوښتل شوې دي.
نور خبرونه
د هند بي جي پي ګوند مشرانو منلي ده چې د غوا په حلالولو ی مسلمانان وژلي دي
قطر هیواد به پاکستان کښې د درې ملیارده ډالرو پانګونې اعلان کړې دې