شهباز ګل په بشپړه توګه صحتمند او روغ جوړ دې، ويډیو ی په باغی ټي وي خپره شوې

0
224

باغی ټي وي رپورټ
په روغتون کښې د شهباز ګل شپه او ورځ څنګه تیریږي؟ د باغي تلویزیون د راپور له مخې، باغي تلویزیون په روغتون کې د شهباز ګل د ورځې او شپې ځانګړي انځورونه او ویډیوګانې ترلاسه کړي دي.

کله چې عدالت شهباز ګل ته جسماني ريمانډ ورکړو نو هغه ناروغه شو او عدالت ته وړاندې شو نو عدالت ورته د روغتون د ليږدولو امر وکړ. د عدالت د حاضرۍ په موقع شهباز ګل په ویل چیئر کښې وړاندې کړے شو او د جیل نه هسپتال ته د رسولو نه وړاندې هغه چیغې وهلې، شهباز ګل په اسټریچر باندې راوړل شوی وو، چې ترلاسه شوي فوټیج او عکسونو صورت حال راڅرګند کړې دې .

عمران خان دعوی کړې چې په شهباز ګل باندې جنسي زیاتې هم شوې دې

شهباز ګېل چې په عدالت کې د حاضرېدو په موقع په ویل چیئر روغتون ته تللی و، په روغتون کې دننه په بشپړه توګه روغ دی. هغه نیلي رنګه سوټ اغوستی او روان دی د اسلام اباد پولیس چارواکي هم په روغتون کې موجود دي چې د شهباز ګل څنګ ته ولاړ دي خو اوس چې د روغتون دننه ویډیو خپره شوې ده دوې ورځې وړاندې د میډیکل رپورټ له مخې ښکاري شهباز ګل ته ویل شوي چې روغ رمټ دی. شهباز ګل فایل ګوري او روانه دې، د شهباز ګل دې ویډیو ټول حقیقت په ډاګه کړې دې.
د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د شهباز ګل د تشدد او ګرفتارۍ په ضد نن د جلسې اعلان کړې دې ولې د شهباز ګل د اوسنۍ ويډيو نه وروسته داسې نه ښکاري چې شهباز ګل سره دې کوم قسمه تشدد شوی وي ځکه چې ويډيو کښې شهبازګل ګل په بشپړه توګه روغ رمټ دی او د روغتون په یوه خونه کې بستر دی.د شهبازګل د ناروغۍ عذر د فزیکي ریمانډ له وېرې څرګند شوی دی، شهباز ګل چې پر نورو نیوکې کوي، روغتون ته د تللو پر ځای په روغتون کې پاتې کېدو ته ترجیح ورکوي.
د وفاقي پلازمېنې پوليسو ويلي دي چې د شهباز ګل په اړه د تاوتريخوالي يو جوړ شوی کمپاين روان دی.
د اسلام اباد پولیس وايي، له تورن شهباز ګل سره هېڅ ډول تاوتریخوالی نه دی شوی. د شهباز ګل د تاوتریخوالی او جنسي تیري په اړه د ځینو کسانو لخوا یو جعلي کمپاین روان دی. د محکمې لخوا د تشدد کولو په اړه په لومړني راپور کار پیل شوی او بیانونه څیړل کیږي.

پولیسو په یو بیان کښې ویلي دي چې دوی په هیواد کښې د امن د ټینګولو لپاره کار کوي او دوی به د هغه خلقو په ضد کاروایی وکړي څوک چې د بدنامولو لپاره هڅې کوي.

دا هغه انځورونه دي چې د شهباز ګل په روغتون کښې د یوې دوسی د کتلو په موقع د یو ویډیو څخه اخستل شوي دي، دا ویډیو باغي ټیلی وژن ته په لاس راغلې ده.

نور خبرونه

عمران خان د پخوا په شان دروغ وایی، په شهباز ګل نه تشدد شوې او نه جنسي تیرې، د داخله چارو وفاقي وزیر

عمران خان د یو دښمن څخه هم زیات دې هیواد ته زیان رسولې دې: احسن اقبال

د پاکستان فوځ او ملکی ادارو په ضد په سو شل مډیا جعلي خبرونه خپرول ، د سایبر جرمونو ادارې لویه کاروایی کړې ده

وفاقي تحقیقاتي اداره ، ایف ایی اې د ټاکنو کمیشن د راپور پرته هم د فارن فنډنګ کیس په اړه کاروایی کولې شي: اسلام آباد های کورټ

د ایف آی اې سرچینې وايي چې د عمران خان درې ځله نوټس جاري کولو وروسته به د عمران خان وارنټ جاري کوي.

د روغتون څخه چې کله شهباز ګل عدالت ته بوتلل شو نو هغه په ژړا شول او د ماسک غوښتنه ی کوله

په روغتون کښې ډاکټرانو تصدیق کړې چې د شهباز ګل روغتیایی حالت د اندیښنې وړ نه دې

Leave a reply