وفاقي تحقیقاتي اداره ، ایف ایی اې د ټاکنو کمیشن د راپور پرته هم د فارن فنډنګ کیس په اړه کاروایی کولې شي: اسلام آباد های کورټ

0
92

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائيکورټ قائم مقام چيف جسټس عامر فاروق په خپلو ريمارکسونو کې وئيلي دي چې وفاقي تحقيقاتي اداره (اېف آئي اے) د اليکشن کميشن د رپورټ نه بغير هم د بهرنۍ فنډنګ په اړه کارروائي کولى شي.

پي ټي آئي په اسلام آباد هائي کورټ کښې د ممنوع الخروج فنډنګ په اړه د اليکشن کميشن د فيصلې خلاف درخواست دائر کړے دے۔

د درخواست اورېدنې په مهال قائم مقام چيف جسټس عامر فاروق ريمارکس ورکړو چې د پلټنو مطلب سزا نه ده، ايف آئي اے د بهرنو فنډنګ په اړه هم د اي سي رپورټ نه هم کاروائي کولے شي۔

په دې اړه د پي ټي آئي وکيلانو وويل چې وفاقي حکومت او ايف آئي اے د اليکشن کميشن د رپورټ په بنياد کارروائي شروع کړې ده او دوی ځورولے کيږي۔
د پي ټي آئي وکيلانو عدالت نه غوښتنه کړې چې د اليکشن کميشن نظرونه دې ختم کړي۔

د پي ټي آئي د وکيلانو سوال په جواب کښې جسټس بابر ستار ريمارکس ورکړو چې دا د ۷۰ لسيزه نه ده چې څوک به په جنون کښې پارټي منحل کړي۔

عدالت ویلي چې د اليکشن کمېشن د ممنوعه فنډز مقدمې د پرېکړې په ضد د تحریک انصاف درخواست د اورېدو وړ دی که نه. عدالت په دې لړ کښې د کومې فيصلې نه وړاندې اول د اليکشن کميشن د اوريدنې فيصله کړې ده د کومي لپاره چې د داخله نه وړاندې نوټس جاري کړي شوي دي۔
………………………
نور خبرونه

دا ۷۰مه لسیزه نه ده، فارن فنډنګ او توشه خانه کیس هم د عمران خان هیڅ کوم شۍ نه شي خرابولې: شیخ رشید

د ایف آی اې سرچینې وايي چې د عمران خان درې ځله نوټس جاري کولو وروسته به د عمران خان وارنټ جاري کوي.

Leave a reply