د ایف آی اې سرچینې وايي چې د عمران خان درې ځله نوټس جاري کولو وروسته به د عمران خان وارنټ جاري کوي.

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د پي ټي آئي د منع شوي فنډنګ کيس د تحقيقاتو په اړه د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان دريځ رد کړے دے۔
د ذرائعو ترمخه ايف آئي اے د ممنوعه فنډنګ په اړه د عمران خان دريځ ردولو سره د سوالونو جواب لپاره يو ځل بيا نوټس استولو فيصله کړي ده۔
سرچينې وائي دپاکستان دتحريک انصاف پينځه نورې کمپنۍ هم په نخښه کړل شوي دي.
ياده دي وي چي ايف آئي اے د تحريک انصاف چيئرمېن او جنرل سيکرټري ته د منع شوي فنډنګ معاملې پلټنو لپاره نوټس جاري کړي وو او د پارټي فنډونو د ريکارډ تفصيلات طلب کړي وو او وئيلي وو چي تاسو ته زه نه د ځواب ورکولو او نه د معلوماتو ورکولو ذمه وار یم.
د ایف آی اې سرچینې وايي چې د عمران خان درې ځله نوټس جاري کولو وروسته به د عمران خان وارنټ جاري کوي.
دا خبره مهمه ده چې څو ورځې وړاندې وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د تحريک انصاف چيئرمېن نه د هغو ټولو قومي او نړيوالو کمپنيو او کاروباريانو ريکارډ طلب کړی وو کوم چې ګوند ته فنډ ورکوي.
د ايف آئي اے اسلام آباد زون ډپټي ډائريکټر لخوا د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن او سيکرټري جنرل ته ليکل شوي خط کښې غوښتنه شوې وو چې د پارټئ جوړيدو نه تر دې دمه د جمع شوې ممبرشپ فيسونو ريکارډ دې وړاندې کړي۔
په مکتوب کې دا هم غوښتل شوي چې د ټولو ملي او نړیوالو شرکتونو، سوداګرو او اشخاصو ریکارډونه چمتو کړي چې د ګوند ملاتړ کوي او د مختلفو هیوادونو شرکتونو او سوداګرۍ څخه د ترلاسه شویو پیسو جلا جلا توضیحات وړاندې کړي.ددې نوټس په ځواب کښې عمران خان د نوټس ځواب داس ورکړې وو چې زه نه تاسو ته ځواب او نه د معلومات درکوم.
نور خبرونه
د روغتون څخه چې کله شهباز ګل عدالت ته بوتلل شو نو هغه په ژړا شول او د ماسک غوښتنه ی کوله
د امریکا سینټ کام کمانډر د پاکستان فوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه سره لیدنه کړې ده






