د روغتون څخه چې کله شهباز ګل عدالت ته بوتلل شو نو هغه په ژړا شول او د ماسک غوښتنه ی کوله

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان چيف آف سټاف شهباز ګل عدالت ته د حاضريدو په مهال په ژړا شو۔

کله چې پوليسو د پي ټي ايي مشر شهباز ګل په کلکو امنيتي تدابيرو عدالت ته راوستو نو هغه په ويل چيئر کې موجود وو.
په دې موقع چې کله شهباز ګل عدالت ته بوتلل شو نو هغه په بده توګه ژړل او څو ځله يې د ماسک غوښتنه کوله.
د پاکستان د تحریک انصاف مشر شهباز ګل د اسلام آباد د پمز هسپتال د طبي بورډ لخوا روغ اعلان شوی دی.

دسرچينو ترمخه د پمز هسپتال ميډيکل بورډ د شهباز ګل ميډيکل رپورټ جاري کړے دے چې پکښې د پي ټي آئي مشر صحت مند او مکمل صحت مند دې۔

سرچينې وائي شهباز ګل هر وخت له هسپتال څخه ډيسچارج کيدى شي.

دسرچينو له مخې د شهباز ګل لس بېلابېل ټېسټونه شوي چې پکې د کورونا ټیسټ هم شامل دی، د هغه ټولې ټېسټونه صفا راغلي دی.
د دې نه علاوه د پي ټي آئي د مشر شپږ مختلف ايکسرې هم شوي چې رپورټ کښې د کوم قسمه تشدد ثبوت نه دې موندلې شوې۔

دسرچينو ترمخه داسلام اباد پوليس هم دصحت تر اعلانيدو وروستو هم دشهباز ‘ل روغتون څخه پوليس سټيشن ته دليږلو فيصله نۀ ده کړې.
نور خبرونه

افغانستان؛ د کندهار غونډه پاى ته ورسېده

 د ا.ا ویاند د خپلواکۍ د ۱۰۳مې کلیزې مبارکي ورکړه 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网