د ا.ا ویاند د خپلواکۍ د ۱۰۳مې کلیزې مبارکي ورکړه 

0
177

نوموړي څو شېبې وړاندې په یوه ټوېټ کې د دغه انځور په خپرولو سره لیکلي وو: «د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت خپلو ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

خدای دې موږ تل خپلواک، سرلوړي ​​او متحد وساتي.” په همدې حال کې په کونړ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د ا.ا ځواکونو د افغانستان هغه درې رنګه بیرغ راټول کړی چې په دغو ولایتونو کې خلکو د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت پورته کړی و.

(2022 / 8 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسد ۲۸مه چې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت نومول شوې ده، د افغانستان له درې رنګه بیرغ پرته د مبارکي  ورکړه.

Leave a reply