دا ۷۰مه لسیزه نه ده، فارن فنډنګ او توشه خانه کیس هم د عمران خان هیڅ کوم شۍ نه شي خرابولې: شیخ رشید
باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او د کورنيو چارو پخوانى وزير شيخ رشيد وايي، چې توشه خانه او ممنوعه فنډ هم د عمران خان هیڅ نه شي خرابولی.
په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې كه له سياسي ډك نه لرې نه شو نو د سياسي فشار كوكر به چاودنه وكړي۔
ده ووئيل شهباز شريف تر ټولو بې وسه وزيراعظم دے، شهباز شريف ته د هغه د خپل ګوند او ايم كيو ايم او بي اے پي لخوا سترګې ښودلې شوې۔
د خزانې په وفاقي وزير شيخ رشيد نيوكې وكړې چې مفتاح اسماعيل د آئي اېم اېف وياند دے او د مفتاح اسماعيل نه پرچون فروش هم محفوظ نه دي۔
يو ځل بيا د تحريک انصاف د چيئرمېن په ملاتړ پخواني وفاقي وزير وويل دا د ۷۰ لسيزه نه ده، د توشه خانې او ممنوعه فنډنګ کیس هم د عمران خان هیڅ کوم شې نه شي خرابولی.
سیاسی پریشر ککر سیاسی چوہلے سے نہ ہٹایا تو پھٹ جائے گا۔مفتاح اسماعیلIMFکا ترجمان ہے جس سے پرچون فروش بھی محفوظ نہیں۔ بےبس ترین وزیراعظم شہباز شریف جسے اسکی اپنی پارٹی،MQMاورBAPبھی آنکھیں دکھا رہی ہے۔ یہ70کی دہائی نہیں ہے۔ توشہ خانہ اور ممنوع فنڈنگ عمران خان کا کچھ نہیں بگاڑ سکتی.
— Sheikh Rashid Ahmed (@ShkhRasheed) August 19, 2022
نور خبرونه
د ایف آی اې سرچینې وايي چې د عمران خان درې ځله نوټس جاري کولو وروسته به د عمران خان وارنټ جاري کوي.