عمران خان د پخوا په شان دروغ وایی، په شهباز ګل نه تشدد شوې او نه جنسي تیرې، د داخله چارو وفاقي وزیر

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې شهبازګل سره هيڅ قسمه بد سلوکي نه ده شوې۔

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله جیو نیوز سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې شهباز ګل یوازې عمل کوي او هیڅ ډول تشدد پرې نه دی شوی.

ده ووئيل عمران خان د معمول په څېر دروغ وايي چې جنسي تېري شوي دي، كه چرې تاسو دا فېصله كړې چې چا ورسره بدكاري كړې ده نو په ضد يې درخواست دائر كړئ.

رانا ثناءالله وئيلي دي چې که چرې د پي ټي آئي غړو پمز هسپتال يا ريډزون باندې د حملې کوشش وکړو نو قانوني کاروائي به کولے شي۔
ده ووئيل عمران خان پوهېږي چې د توشه خانې او بهرنۍ فنډنګ په اړه پرېكړه راتلونكې ده نو هغه دروغ پروپېګنډه كوي۔

ياده دي وي چي تيره ورځ د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان وئيلي وو چي په عکسونو او ويډيوګانو کښي واضحه ده چي شهباز ګل په ذهني او جسماني توګه تشدد کړے شوے دے۔

عمران خان په خپل ټويټ کې دعوه کړې وه چې د شهباز ګل په شکنجه کې جنسي تيري هم شامل دي، شهباز ګل د هغه د ماتولو لپاره سپکاوي شوې دې او په هغه جنسي تیرې هم شوی دې او زه پوره تفصيلي معلومات لرم.
خو دا ټول تورونه اړوند چارواکو رد کړي دي او پمز روغتون ډاکټرانو هم ویلي دي چې په شهاز ګل هیڅ کوم تشدد نه دې شوې.

نورخبرونه

د پاکستان ټاکنو کمیشن د ادارې سپکاوي په کیس کښې د پي ټي آیی مشر عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري راغوښتي دي

په هیواد کښې مو سیلاب ځپلو ته ۲۵۰۰۰ زره نغدې مرستې ورکول پیل کړي دي : وزیراعظم شهباز شریف

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网