د پاکستان ټاکنو کمیشن د ادارې سپکاوي په کیس کښې د پي ټي آیی مشر عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري راغوښتي دي

0
72

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان، د پارټۍ جنرل سيکرټري اسد عمر او فواد چوهدري د ادارې د سپکاوي په تور احضار کړي دي.

د وياند ترمخه عمران خان، اسد عمر او فواد چوهدري د اګست په ۳۰ مه نېټه د الېکشن کمېشن د توهين رسالت نوټس جاري کړی شوي دي.

د ټاکنو کمېشن وايي، عمران خان ته امر شوی چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۳۰مه په شخصي توګه یا د وکیل له لارې حاضر شي.
د دې نه علاوه اسد عمر او فواد چوهدري ته هم په ذاتي توګه یا د وکیل په ذریعه حاضریدو هدایات شوي دي.

د چيف اليکشن کميشنر خلاف د تورونو په اړه د اليکشن کميشن لخوا عمران خان ته د توهين رسالت نوټس استول شوی چې پکښې وئيلي شوي دي چې عمران خان د جولائي په دولسمه نيټه په بهکر جلسه کښې د چيف اليکشن کميشنر خلاف توهين آميز بيانونه کړي او په ضد ئي بي بنياده تورونه لګولي دي۔ د ټاکنو کمیسیون.

د نوټس د متن ترمخه عمران خان د جولائي په اتلسمه نيټه عوام ته په وینا کښې توهين آميز بيانونه او تورونه لګولي وو او دې نه علاوه د جولائي په ٢١مه او ٢٧مه نيټه يې د چيف اليکشن کمشنر په ضد هم د سپکاوي بيانونه کړي وو۔

نور خبرونه

عمران خان ته اجازه ور نه کړې شو چې په پمز روغتون کښې شهباز ګل د پوښتنې لپاره ورشي

سبا د پي ټي ایی مشران په راولپنډۍ کښې په شهباز ګل د تشدد کولو پر ضد احتجاجي لاریونونو لړۍ پیل کوي : فواد چوهدري

Leave a reply