سبا د پي ټي ایی مشران په راولپنډۍ کښې په شهباز ګل د تشدد کولو پر ضد احتجاجي لاریونونو لړۍ پیل کوي : فواد چوهدري

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري وايي د پي ټي آئي د مشرانو غونډه شوې چې پکښې مهمې فيصلې شوې دي۔

فواد چوهدري وايي، پر شهباز ګېل د بې رحمانه تشدد غندنه کوي، راپورونه د اندېښنې وړ دي، داسې راپورونه هم شته چې د ذهني او جسمي تشدد ترڅنګ ورسره جنسي تشدد هم شوی دی.

فواد چوهدري وئيلي دي چې شهباز ګل په بربنډ کولو تشدد کړے شوے دے، په ده باندې تشدد د هيڅ ګوند لپاره د منلو نه دے.
ده ووئيل سبا ماښام د ډويژنل هيډكوارټرز څخه جلسې كولې شي، عمران خان به خطاب كوي، داسې نه شي كولې چې د تشدد ملاتړ دې وكړي، د شهباز ګل د تشدد په اړه د ټولو ګوندونو غندنه ده، شهادتونه چې كوم سندونه مې ورسره ضابطه كړې دي۔ او عکسونه يې اړوندو چارواکو ته ورکول کېږي، سبا به عمران خان د دغه تاوتريخوالي او په شهباز ګل د تشدد کولو پر ضد د يوې لاريون مشري کوي.
فواد چوهدري وئيلي دي چې جلسې په دوه ټکو ایجنډا باندې دي يو د تشدد په ضد او بل په صحافت د بندیز په ضد. تحريک انصاف سبا په راولپنډۍ کښې هم جلسه کوي.د راولپنډۍ جلسې نه پس به د جلسو سلسله د ستمبر تر 10مه نيټه روانه وي۔د 10م ستمبر نه وړاندې مونږ باور لرو چې د دې حکومت ختمول ضروري دي۔

هغه وويل نوي انتخابات يوازنۍ سياسي لاره ده چې پاکستان ته سياسي ثبات ورکولى شي.
نور خبرونه

عمران خان دعوی کړې چې په شهباز ګل باندې جنسي زیاتې هم شوې دې

عمران خان ته اجازه ور نه کړې شو چې په پمز روغتون کښې شهباز ګل د پوښتنې لپاره ورشي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网