عمران خان ته اجازه ور نه کړې شو چې په پمز روغتون کښې شهباز ګل د پوښتنې لپاره ورشي

باغی ټي وي رپورټ
پخوانی لومړی وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د خپل مشر شهباز ګل سره د لیدو لپاره د پاکستان انسټیټیوټ آف میډیکل سائنسز (PIMS) ته رسېدلی خو د شهباز ګل سره د ملاقات اجازه ورنکړل شوه.

د عمران خان د راتګ په موقع پمز هسپتال کښې سخت سکيورټي نيولې شوې وه او پخوانې وزيراعظم د ملاقات لپاره د کارډيالوجي وارډ نه بهر په خپل ګاډي کښې انتظار کوې۔
د مرکزي پولیسو لخوا هغه ته د شهباز ګل سره د لیدو اجازه نه وه ورکړل شوې او د محکمې څخه اجازه غوښتل شوې وه.

عمران خان وروسته له هغې چې د لیدنې اجازه ورنه کړل شوه له رسنیو سره لنډې خبرې وکړې. بلخوا د تحريک انصاف ګڼ شمير کارکنان هم د کارډيالوجي وارډ نه بهر موجود وو۔
بل خوا د اسلام اباد پولیس وايي، هېچا ته د شهباز ګل د لیدو اجازه نه ورکول کېږي او روغتون ته اضافي پرسونل ځای پر ځای شوي دي.

د وياند په وينا، عام خلک او يا هم څوک بايد د ناستې په هڅه کې د امن او نظم حالت رامنځته نه کړي.

وياند ووئيل چې د اسلام آباد پوليس په هسپتال كښې د امنيت لپاره پوره انتظامات كړې دي٬ ملزم په جسماني ريمانډ كښې نه دے او د ملزم سره د ملاقات اجازت نشته۔
اسلام اباد د پولیسو په وینا د هر ډول امن او نظم په صورت کې به د قانون مطابق اقدام وشي.

نور خبرونه

عمران خان دعوی کړې چې په شهباز ګل باندې جنسي زیاتې هم شوې دې

از فضاء  کشوری که در حمله اخیر کابل استفاده شده، شریک جرم محسوب می شود

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网