په روغتون کښې ډاکټرانو تصدیق کړې چې د شهباز ګل روغتیایی حالت د اندیښنې وړ نه دې

0
190

باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې د پمز روغتون د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر شهباز ګل روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي چې هغه د زړه کومه ستونزه نه لري.

تيره ورځ شهباز ګيل د اډياله جيل نه د طبي معايناتو لپاره د پمز هسپتال آئي سي يو ته منتقل کړے شو او د هسپتال د ډاکټرانو پنځه کسيزه ميډيکل بورډ د هغه د معايناتو لپاره جوړ کړے شوے دے۔

د شهباز ګل لومړنۍ طبي معاینات د زړه په مرکز کې شوي او د روغتون د سرچینو له مخې د پي ټي ايي د مشر صحت د اطمینان وړ دی.
د روغتون سرچينې وايي، د شهباز ګل د وينې ټېسټ او اي سي جي شوې، د شهباز ګل د زړه ضربان د شپې له خوا چټک و، د تېرې شپې د ECG راپور ښه نه و، نو بل ECG به وکړي.

د روغتون سرچينې وايي، چې د زياتې اضطراب له امله د زړه ضربان چټکېږي او په تنفس کې ستونزې لري، خو دوى د زړه کومه ستونزه نه لري.
د هسپتال سرچينې وائي چې ميډيکل بورډ به نن د شهبازګل بيا معاينه کوي چې په ترڅ کې به د شهبازګل د بيا معايناتو امکان دې۔

سرچينې زياته کړې چې د پي ټي ايي د مشر ټول ميډيکل رپورټ به نن جمع کېږي چې وروسته به د شهباز ګل د رخصتولو يا نه کولو په اړه پرېکړه کېږي.

په اسلام اباد کې د پمز روغتون د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر شهباز ګل روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی او ویلي یې دي چې هغه د زړه کومه ستونزه نه لري.

تيره ورځ شهباز ګيل د اډياله جيل نه د طبي معايناتو لپاره د پمز هسپتال آئي سي يو ته منتقل کړے شو او د هسپتال د ډاکټرانو پنځه کسيزه ميډيکل بورډ د هغه د معايناتو لپاره جوړ کړے شوے دے۔

د شهباز ګل لومړنۍ طبي معاینات د زړه په مرکز کې شوي او د روغتون د سرچینو له مخې د پي ټي ايي د مشر صحت د اطمینان وړ دی.
د روغتون سرچينې وايي، د شهباز ګل د وينې ټېسټ او اي سي جي شوې، د شهباز ګل د زړه ضربان د شپې له خوا چټک و، د تېرې شپې د ECG راپور ښه نه و، نو بل ECG به وکړي.

د روغتون سرچينې وايي، چې د زياتې اضطراب له امله د زړه ضربان چټکېږي او په تنفس کې ستونزې لري، خو دوى د زړه کومه ستونزه نه لري.
د هسپتال سرچينې وائي چې ميډيکل بورډ به نن د شهبازګل بيا معاينه کوي چې په ترڅ کې به د شهبازګل د بيا معايناتو امکان دې۔

سرچينې زياته کړې چې د پي ټي ايي د مشر ټول ميډيکل رپورټ به نن جمع کېږي چې وروسته به د شهباز ګل د رخصتولو يا نه کولو په اړه پرېکړه کېږي.بل خوا د شهباز ګل د فیسبوک اکاونټ لخوا جاري شوي بیان کې ادعا شوې چې هغه په ​​وینټیلیټر باندې دی.د پي ټي آئي د مشر شهباز ګل تصدیق شوي فیس بک اکاونټ یوه ویډیو شریکه کړې چې هغه په ​​​​سټریچر پمز روغتون ته وړل کیږي او دا ادعا یې هم کړې چې هغه په ​​​​وینټیلیټر کې دی. دا هم ویل شوي چې د شهباز ګیل خوله پړسېدلې وه او ساه یې نه اخیستله.

نور خبرونه

د بغاوت په مقدمه کښ نیول شوې شهباز ګل پمز روغتون ته رسول شوې دې

که عمران خان ونیول شوي نو په لانډي زندان کښې به واچول شي: احسن اقبال

Leave a reply