د بغاوت په مقدمه کښ نیول شوې شهباز ګل پمز روغتون ته رسول شوې دې

0
195

باغی ټي وي رپورټ
شهباز ګيل د اډياله جيل نه د پمز هسپتال ميډيکل آئي سي يو ته د طبي معايناتو لپاره منتقل کړے شوے دے۔

د شهباز ګل معايناتو لپاره هسپتال کښې د ډاکټرانو پنځه کسيزه ميډيکل بورډ جوړ کړے شوے دے۔
د هسپتال زرائعو ترمخه د تحريک انصاف د مشر شهباز ګل تفصيلي طبي معايناتو لپاره ميډيکل بورډ کښې 5 پروفيسران او ډاکټران شامل دي۔

طبي بورډ د جراحۍ پروفیسور ډاکټر، د طب پروفیسور ډاکټر، د زړه د ناروغۍ پروفیسور، عصبي طب او د ارتوپیډیک پروفیسورانو څخه جوړ دی.

دسرچينو ترمخه شهباز ګل په ساه اخستلو کښې هم ستونزه لري.
په ټولنیزو رسنیو کښې یوه ویډیو هم خپره شوې ده ، په ویډیو کښې ښکار چې شهباز ګل په کټ کښې روغتون ته وړ کیږي او هغه د سینې شکایت لري او په دې وخت کښې هغه ټوخیږي .
نور خبرونه

که عمران خان ونیول شوي نو په لانډي زندان کښې به واچول شي: احسن اقبال

وفاقي حکومت د شهباز ګل د سپارلو په اړه د پنډۍ ډي آیی جي په ضد د قانوني کاروایی کولو پریکړه کړې ده

Leave a reply