عمران خان د یو دښمن څخه هم زیات دې هیواد ته زیان رسولې دې: احسن اقبال

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې عمران خان ملک ته دومره زيان نه شي رسولی څومره چې ملک ته نقصان رسولی دے.
د لاهور چیمبر آف کامرس ته په وینا کې احسن اقبال وویل چې په راتلونکي وخت کې به د حکومت په نوم خبره بې اثره شي، اوس به خصوصي سکتور هیواد پرمخ وړي، د دې لپاره به د خصوصي سکتور څخه مرسته اخیستل کیږي.
ده ووئيل چې مونږ چې لاړو نو پرمختيائي بجټ 1000 اربه وو، هيڅ دښمن هېواد ته دومره زيان نه شي رسولی څومره چې عمران خان كړے دے، په تېرو څلورو كلونو كښې په سي پېك كښې مجرمانه غفلت شوى، په څلورو كلونو كښې يو ډالر بهر ته لاړو۔ CPEC پاکستان ته نه دی راغلی.
احسن اقبال وويل په پرمختللې هيواد کې بايد برآمدات زيات شي، مونږ ته هم پکار ده چې دټيکس راټولول دوه چنده کړو، مونږ د1500 اربه روپو دفاعي بجټ او 530 اربه روپۍ د پنشن بجټ لرو، دټيکسونو عايدات 15 اربه روپو ته اخستل پکار دي. روپۍ
وفاقي وزير زياته کړه کله چې پاکستان امريکا ته اړتيا لرله نو مونږ يې هيڅ ګټه نۀ ده پورته کړې، مونږ 9 کاله په اقتدار کې يو، زمونږ حکومت همېشه په بحران کښې دې.
هغه اوویل چې که په پاکستان کې جمهوريت جاري پاتې شوى واى نو حالات به نن ډیر ښه وای ځکه سیاسي ثبات او د اقتصادي سیاستونو دوام د ملي پرمختګ راز دی.
نور خبرونه





