وزیراعظم شهباز شریف په عمران خان سخته نیوکه کړې او ویلي ی دی چې عمران خان د ارشد شریف په غمجنه پیښه باندې سیاست کوي او یوه خطرناکه لوبه کوي
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې عمران نيازي د ارشد شريف غمجنه قتل د سياست لپاره استعمالوي او په رياستي ادارو تور پورې کوي۔
په يو بيان کې شهباز شريف وويل عمران نيازي خطرناکه لوبه کوي، عمران نيازي په رياستي ادارو تورونه پورې کوي.
وزيراعظم وويل عمران خان دې دبې اساسه تورونو په بدل کې صبر وکړي اؤ دجوډيشل کميشن نتيجو ته دې انتظار وکړي.
دا خبره د یادونې ده چې د کینیا پولیسو منلې چې پاکستانۍ خبریال د پولیسو په ډزو کښې وژل شوي دې، د هغه مړې پاکستان ته رواړل شوې دې او نن ی اسلام آباد کښې د جنازې نمونځ ادا کیږي.
……………………….
نور خبرونه
حکومت د فارماسیوټیکل اتحاديی غوښتنه اومنله، د پیناډول ټابلیټ په نرخ کښې ډیر زیاتوالې راغې
شمالي وزیرستان کښې هغه کسان ونیول شول چې د پولیو کمپاین مخې ته ی خنډان اچول
چې د ارشد شریف ژوند ته ګواښ وو نو بیا ی ولې صوبه پنجاب یا خیبر پښتونخوا ته نه لیږل؟ احسن اقبال
عمران خان د ارشد شریف د قتل سازش جوړوونکې ښکاري: وفاقي وزیرداخله رانا ثناالله
د فیصل واوډا په خبري کانفرنس د پي ټي آیی مشرانو غبرګونونه مخې ته راغلي
په لانګ مارچ کښې هرلوري وینه تویدل وینم، په دې هیواد کښې وینه تویدل باید ودرول شي: فیصل واوډا