چې د ارشد شریف ژوند ته ګواښ وو نو بیا ی ولې صوبه پنجاب یا خیبر پښتونخوا ته نه لیږل؟ احسن اقبال
باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال دا پوښتنه راپورته کړې ده چې که عمران خان ته پته وه چې د ارشد شريف ژوند په خطر کې دی نو بايد ارشد شريف د ملک نه بهر لېږلو په ځای خېبرپښتونخوا يا پنجاب ته لېږلی وای ولې د تحریک انصاف حکومت دی. .
د جيو نيوز پروګرام “کيپيټل ټاک” کې د خبرو پر مهال هغه وويل چې عمران خان ښايي ارشد شريف د پنجاب او يا خيبر پښتونخوا په وزيراعلي هاؤس کې ساتلی وای.
په پروګرام کښې د مسلم ليګ (ق) سينيټر کامل علي اغا وويل که ارشد شريف پنجاب ته ليږل کيده نو پنجاب حکومت به ورته پوره تحفظات ورکړي وو.
دا خبره د یادونې ده چې خبریال ارشد شریف په کینیا کښې د پولیس له لوري وژل شوې دې ، مړې ی پاکستان ته راوړل شوې دې او نن ی په اسلام آباد کښې د جنازې مونږ ادا کیږي.
…………………………………..