د فیصل واوډا په خبري کانفرنس د پي ټي آیی مشرانو غبرګونونه مخې ته راغلي

0
184

باغي ټي وي رپورټ
د فیصل واوډا په خبري کانفرنس باندې د پي ټي آئي مشرانو ګډ ردعمل مخې ته راغلې دې.
د پي ټي آئي مشران وايي فیصل واوډا داسې لوبه شروع کړې ده چې د ملک د بې ثباته کولو ګواښ کوي، دا د شک پیدا کولو سازشي پروپاګند دی.

د پي ټي آئي مشرانو اعجاز چوهدري، عمر سرفراز چيمه او مسرت جمشيد چيمه د ارشد شريف د وژنې په اړه د فيصل واوډا د تورونو په اړه يو ګډ خبري کانفرنس کړي او ويلي يې دي چې فيصل واوډا بې ذمه واري او غافلتيا ښودلې ده، د پي ټي آئي بيرغ يې پريښودو او د بوټونو پالش يې شروع کړے دے۔
ده ووئيل چې د عمران خان په لانګ مارچ كښې وينه ويني، دا شرارت دے، د دې تر شا عناصر د داسې كارونو تاريخ لري۔

هغه وويل پنجاب حکومت به لانګ مارچ ته فول پروف سيکيورټي ورکوي، فيصل واډا ته دې ووايي چې زمونږ مړي چا راغورځولي دي، عدليه دې فيصل واډا څخه پوښتنه وکړي چې په لانګ مارچ کې د وينو تويولو ذمه واري څوک دي او څوک وینه تویدل غواړي.
………………………….

Leave a reply