حکومت د فارماسیوټیکل اتحاديی غوښتنه اومنله، د پیناډول ټابلیټ په نرخ کښې ډیر زیاتوالې راغې

0
102

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د دوا ساز اتحاديې غوښتنه منلې او د پاراسټامول په نرخ کې يې نهه روپۍ او د شربت په بوتل کې ۲۱ روپۍ زياتوالی راوستی دی.

اسلام آباد کښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره د فارماسوټيکل ايسوسي ايشن د وفد ملاقات کښې د پيناډول په نرخونو کښې د زياتولو مطالبه ومنل شوه۔

د ډراپ چارواکي وايي چې د پاناډول پاڼو د لسو ګولیو اوسنۍ بیه ۱۷ کلدارې او د شربت یو بوتل په ۹۷ کلدارو بازار ته وړاندې کیږي.
د مالیې وزارت له پرېکړې وروسته اوس د پاناډول یوه پاڼۍ ۲۳ افغانۍ او د شربت یو بوتل ۱۱۸ کلدارې بیه لري.

وفاقي کابينه به د دوايانو په نرخونو کښې د زياتوالي سمري منظوري ورکوي د کوم نه پس به د نوو نرخونو نوټيفيکيشن جاري کوي۔

د درمل جوړولو اتحادیې غوښتنه کړې وه چې د ډالرو د بیې د لوړیدو له وجې یې تولید ممکن نه دی او د تیرو دوه نیمو میاشتو راهسې د تولید کمیدو له وجې په بازار کې د پیناډول له کمښت سره مخ دی.
……………………………….

نور خبرونه

شمالي وزیرستان کښې هغه کسان ونیول شول چې د پولیو کمپاین مخې ته ی خنډان اچول

چې د ارشد شریف ژوند ته ګواښ وو نو بیا ی ولې صوبه پنجاب یا خیبر پښتونخوا ته نه لیږل؟ احسن اقبال

عمران خان د ارشد شریف د قتل سازش جوړوونکې ښکاري: وفاقي وزیرداخله رانا ثناالله

د عمران خان میرمن نزدې ملګرې فرح ګوګي هیڅ کوم کرپشن نه دې کړې، پنجاب د فساد ضد ادارې فرح ګوګي د هرقسم فساد او کرپشن څخه پاکه اعلان کړې

د فیصل واوډا په خبري کانفرنس د پي ټي آیی مشرانو غبرګونونه مخې ته راغلي

په لانګ مارچ کښې هرلوري وینه تویدل وینم، په دې هیواد کښې وینه تویدل باید ودرول شي: فیصل واوډا

Leave a reply