د عمران خان میرمن نزدې ملګرې فرح ګوګي هیڅ کوم کرپشن نه دې کړې، پنجاب د فساد ضد ادارې فرح ګوګي د هرقسم فساد او کرپشن څخه پاکه اعلان کړې

0
92

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب د کرپشن ضد ادارې لاهور هائي کورټ کښې جمع کړې شوې رپورټ کښې د کرپشن په مقدمه کښې د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې بشرې بي بي ملګرې فرح ګوګي او د هغې مور ته کلین چټ ورکړی دی.

د لاهور هائي کورټ جسټس فېصل زمان د فرح خان او د هغې د مور خلاف د کرپشن په ضد د دائر درخواست اورېدنه وکړه۔

د پنجاب هائي کورټ کښې جمع کړې شوي رپورټ کښې د پنجاب اينټي کرپشن ډيپارټمنټ وئيلي دي چې د فرحت شهزادګۍ او د هغې د مور خلاف د کرپشن کيس ختم کړے شوے دے۔
په رپورټ کې ویل شوي، چې فرحت شهزاده د ځمکې په اخیستلو کې له نفوذ او نفوذ څخه په استفادې تورنه شوې، خو د فرحت شهزادګۍ له امله ملي خزانې ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د لاهور هائي کورټ د پنجاب اينټي کرپشن رپورټ په بنياد دا درخواست غير موثره ګرځولو سره ختم کړے دے۔

فرح خان په فیصل آباد کې په غیرقانوني توګه د ۱۰ جریبه ځمکې د اختصاصولو په تور تورنه شوې وه چې د فرح خان او د هغې د مور په نوم یې د ځمکې د تخصیص لپاره یو شرکت جوړ کړی و.

دا خبره د یادونې ده چې تیره میاشت د پنجاب د فساد ضد ادارې د پخوانۍ لومړۍ مېرمنې بشرا بي بي د نږدې ملګرې فرح خان پر ضد دوسیه خارجه کړه.

فرح خان په فیصل اباد کې په غیر قانوني توګه د ۱۰ جریبه ځمکې د اختصاصولو په تور تورنه شوې وه، چې د دې ځمکې د اخستلو لپاره یې د فرح خان او د هغې د مور په نوم کمپنۍ جوړه کړې وه.

سرچينې وايي چې د فرح خان په ضد د مقدمې د ختمولو لپاره پلټنې له فيصل اباد څخه لاهور ته لېږدول شوي دي.

Leave a reply