ما او شوکت ترین اسټبلشمنټ ته ځواب کړې وو چې دا خلک به اقتصاد اداره نه کړې شی او دوی نه شي کولې اقتصاد سمبال کړي: عمران خان

0
79

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې مونږ د اکتوبر نه وروستو نه ځو او مارچ به صرف د اکتوبر په میاشت کښې وي ، خان اوویل چې نواز شريف او آصف زرداري د آرمي چيف په ټاکنه کښې نه منم او دوی باید د فوځ سرلښکر په ټاکنه کښې نرخه وال نه وي.

اسلام اباد کې دخبرو په مهال عمران خان وويل په حکومت کې موجودو ټولو ګوندونو په ګډه انتخابات وګټل، ولس دا خبره واضحه کړې ده چې دغه کسان ولس رد کړي دي، او د سندهه په ټاکنو کښې درغلي شوې ده.
نوموړي له الېکشن کمېشن نه غوښتنه وکړه چې په کراچۍ کې دې بيا ټاکنې وشي.

هغه وويل زه له درې نيمو کالو راهسې وايم چې دوي د اين آر او غوښتنه کوي، جنرال مشرف هيواد ته ډير زيانونه رسولي دي، کله چې په هيواد کې دجگړې اوج ته رسيدلى ؤ نو هغه په ملک مسلط شوى ؤ، دغلته غله نيول کيږي. هغه وويل، هېواد يې وايي، چې عمران خان پاکستان منزوي کړی، زما ځواب ولولئ کله چې ټرمپ زما له تګ مخکې ټويټ وکړ، هغه د هغو خلکو درناوی کوي چې ملتپال دي.
خواني وزيراعظم وويل په کومو حلقو کې انتخابات وشول په کومو کې چې مونږ کمزوري ګڼل کيده، دا ځل يې ګډ کانديد جوړ کړو، زه د خپل ولس، ووټرانو او پلويانو مننه کوم، په ډسکه کې بيا ټاکنې شوې، د اليکشن کمشنر غوښتنه کوم. په کراچۍ کې باید بیا انتخابات وشي، په کراچۍ کې چې څه وشول باید بیا انتخابات وشي، دا انتخابات نه دي، ریفرنډم وو.

هغه وویل چې دوی په چټکۍ سره هیواد د ډیفالټ په لور روان دی، ما وویل چې دوی دوه ځله مخکې پاکستان دیواله پریښوده، ما او شوکت ترین د اسټیبلشمنټ ته پیغام ورکړې وو چې دا خلک به اقتصاد به اداره نه کړې شی، خان اوویل چې دا خلک د هیواد په اړه سوچ او فکر نه کوي.

نور خبرونه

پاکستان کښې موروثي سیاست، عمران خان د خبریال د پوښتنې ځواب ور نه کړې شو

د عمران خان حکومت هیواد ډیفالټ کړې وو، اتحادي حکومت پاکستان د ډیفالټ کیدو او دیوالیه کیدو څخه وژغورل: مریم اورنګزیب

نور عالم ته د فاقي وزیر حیثیت ورکړل شوې دې، مراسله هم جاري شوې ده

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو په ضمنی ټاکنو کښې د قامی اسمبلۍ حلقې ۲۳۷ پایلې رد کړي دي

بهرني ممنوع فنډ قضیه کښې د پخواني وزیراعظم عمرا ن خان عبوري ضمانت منظور شو

عمران خان غیرمسولانه وینا ګانې او بیانونه کوي، امریکا له لوري هم بیا په دې اړه د شک څرګندونه کیږي: اسحاق ډار

ملتان کښې د پي ټي آی ماتې ، پخوامی اولس مشر آصف زرداري په شاه محمود قریشي نیوکې کړي او ویلي ی دی چې د غشې نښه د بریا نښه ده

Leave a reply