ملتان کښې د پي ټي آی ماتې ، پخوامی اولس مشر آصف زرداري په شاه محمود قریشي نیوکې کړي او ویلي ی دی چې د غشې نښه د بریا نښه ده

0
53

باغي ټي وي رپورټ
پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د پاکستان تحريک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قريشي په ملتان کې په ماتې خورړلو سختې نیوکې کړي دی.

پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په خپل پيغام کې علي موسی ګيلاني او حکيم بلوچ ته په ضمني ټاکنو کې د بريا مبارکي وويله او ويې ويل چې د غشي نښه د بريا نښه ده.

اصف علي زرداري وويل د ملتان خلکو له سياسي جپسيانو سره حساب کتاب کړى، د ملتان او ملير د خلکو مننه ده، چې جيالې فخر کوي، د ملتان او ملير فتح د جيالانو په نومونو پورې تړلې ده، د دوى هيڅ سيالي نشته. .
ده ووئيل جنوبي پنجاب به صوبه وي، دا زما وعده او د چيئرمين بلاول بهټو زرداري منشور ده۔

ياده دې وي چې د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د ملک په مختلفو ښارونو کښې د قامي اسمبلۍ د 8 او د پنجاب اسمبلۍ د 3 څوکيو لپاره په انتخاباتو کښې 6 څوکۍ ګټلې وې، په داسې حال کښې چې پيپلز ګوند ملتان او کراچۍ کښې دوه دوه څوکۍ ګټلې وې.

Leave a reply