بهرني ممنوع فنډ قضیه کښې د پخواني وزیراعظم عمرا ن خان عبوري ضمانت منظور شو

0
73

باغی ټي وي رپورټ
منع شوي فنډنګ کيس کښې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان د عبوري ضمانت درخواست منظور کړے شو۔

عمران خان د ممنوع الخروج فنډز کیس کښې سیشن کورټ کښې د ګرفتارۍ نه وړاندې د ضمانت درخواست جمع کړے وو د کومي سماعت چې سپیشل جج سنټرل راجا آصف محمود کړې وو.

د عمران خان د وکيلانو لخوا جمع کړې شوې درخواست کې استدلال شوى چې ايف آئي اے دې د هغه د نيولو مخه ونيول شي.
وروستو د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان عدالت ته وړاندې شو چې پکې عدالت د يو لاک روپو په ضمانت د عمران خان د ضمانت درخواست منظور کړو. عدالت عمران خان ته د اکتوبر تر ۳۱مې نیټې پورې عبوري ضمانت ورکړی دی.

ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د ممنوعه فنډنګ کيس کښي د عمران خان حفاظتي ضمانت تر سبا پوري منظور کړے دے۔

Leave a reply