پاکستان کښې موروثي سیاست، عمران خان د خبریال د پوښتنې ځواب ور نه کړې شو

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزیراعظم عمران خان په ملتان کې د پاکستان تحریک انصاف د ماتې او میراث په اړه د یو خبریال پوښتنې ته ځواب ور نه کړل شو.
عمران خان په اسلام اباد کې یوه خبري کنفرانس کې پر حکومت او ټاکنو کمېسیون سختې نیوکې وکړې.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال خبريال پوښتنه وکړه چې ملتان کې پي ټي ائي ماتې خوړلې، خلکو ميراث نۀ دى منلى.
په دې اړه د پي ټي آئي چيئرمېن خبرې بدلې كړې او د خبريال پوښتنې ته يې ځواب ورنه كړو. هغه وويل پاکستان بدل شوى دى، نوازشريف اؤ زرداري د٩٠ؤ کلونو سياست کوي، هيواد په چټکۍ سره بدليږي چې پکې سوشل ميډيا لويه ونډه لري، هغه سياسي شعور چې اوس خلک لري هغه نۀ دى چې پخوا نۀ ؤ.
ده ووئيل سوشل ميډيا د ډيموكراسۍ نوې بڼه ده، د چا سره چې ټليفون كېږي غږ لري، نوازشريف او زرداري په زوړ زمانه كې اوسېږي، د دوى وخت تېر شو، اوس چې څه وكړي هغه نشي ګټلاى، اوس يې بايللى دى.
ياده دې وي چې تيره ورځ ملتان کښې د قومي اسمبلۍ حلقه اين اے 157 کښې د پيپلز پارټۍ اميدوار علي موسى ګيلاني د شاه محمود قريشي لور او د پي ټي آئي اميدوارې مهر بانو ته ماتې ورکړې وه۔
نور خبرونه
نور عالم ته د فاقي وزیر حیثیت ورکړل شوې دې، مراسله هم جاري شوې ده
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو په ضمنی ټاکنو کښې د قامی اسمبلۍ حلقې ۲۳۷ پایلې رد کړي دي
بهرني ممنوع فنډ قضیه کښې د پخواني وزیراعظم عمرا ن خان عبوري ضمانت منظور شو





