عمران خان غیرمسولانه وینا ګانې او بیانونه کوي، امریکا له لوري هم بیا په دې اړه د شک څرګندونه کیږي: اسحاق ډار

باغی ټي وي رپورټ

د خزانې وزير اسحاق ډار وايي چې آئي اېم اېف او ورلډ بينک ورته ويلي دي چې سبسډي دې نه ورکولې شي، کومې وعدې به ورسره کړې وي.

واشنگټن کې دخبرو په مهال دخزانې وزير اسحاق ډار وويل امريکا ته ددورې په مهال نړيوال بينک اؤ آئي ايم ايف ته باور ورکړى شوى ؤ چې پاکستان به خپلې اقتصادي پاليسۍ جاري ساتي.

ده ووئيل د بجټ په اصلاحاتو كښې له 15 نه تر 20 فيصده كار پاتې دي، د توانائي په څانګه كښې د اصلاحاتو عمل به هم جاري وي، د FATF غونډه روانه ده، هيله ده چې پاكستان به له خړ لېسټ څخه ووځي.
اسحاق ډار وويل پاکستان په تور فهرست کې دشامليدو دمخنيوي لپاره ډير کار کړى اؤ که ايف اے ټي ايف کوم اعتراض وکړو نو د لرې کولو هڅې به کوي.

ده ووئيل نړيوال بانك او نورو ادارو د سېلاب له كبله د 32.4 اربه ډالرو زيان تخمين كړے او پاكستان د سېلاب نه د راويستو لپاره كار كوي۔
اسحاق ډار وويل تر اوسه پورې د سيلاب ځپلو لپاره 99 اربه روپۍ مصرف شوي دي او نور کار به هم دوام لري. د دې تر څنګ هغه وويل چې عمران خان غير مسوولانه څرګندونې کوي په کوم باندې چې بیا د د امريکا له لوري د شک څرګندونه کولې شي.
………………………….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网