نور عالم ته د فاقي وزیر حیثیت ورکړل شوې دې، مراسله هم جاري شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
دپبلک اکاؤنټس کميټۍ چيئرمېن او د پاکستان تحريک انصاف مشر نور عالم خان ته د وفاقي وزير حيثيت ورکړے شوے دے۔
د کابينې ډويژن لخوا نور عالم خان ته د وفاقي وزير جوړولو نوټيفيکيشن هم جاري کړے شوے دے۔
د حکومت لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې وزيراعظم شهباز شريف د پي اے سي چيئرمېن نور عالم خان حيثيت د وفاقي وزير په شان کړے دے کوم چې به د 14 اکتوبر 2022 نه نافذ وي۔







