تر نن شپې ماسخوتن پورې به بریښنا بحال کړې شي: خرم دستګیر

0
220

باغی ټي وي رپورټ
د انرژۍ وفاقي وزير خرم دستګير وئيلي دي چي ټرپ شوي پلانټ بحالولو کښي ساعتونه وخت لګي نو د ماښام او ماسخوتن تر مينځه به بریښنایی سسټم مکمل بحال کړے شي۔

په اسلام اباد کې دخبرو په مهال خرم دستګير وويل چې دبريښنا دبنديدو له امله په زياته کچه دبريښنا له سيسټم څخه وتلي چې پکې 8 زره ميګاواټه بجلۍ دسيسټم څخه بهر شوې چې وروستو 4700 ميګاواټه بجلي بحال شوې ده. لرې
د انرژۍ وزير وويل د فيصل آباد او ملتان سيمې په مکمله توګه بحال شوي دي، سيپکو جزوي بحال شوې ده، ټرپ شوي پلانټ بحالولو کښې ساعتونه وخت لګي، د مازيګر او ماښام تر مينځه به نظام مکمل بحال شي۔

هغه زياته کړه، چې ټرپينګ له کراچۍ څخه پيل شو او نورو ښارونو ته وغځېد، په کوټه او کراچۍ کې لا هم برېښنا نه ده بحال شوې، هيله ده چې په کراچۍ کې به هم ډېر ژر برېښنا بحاله شي.
وفاقي وزير ووئيل چې د جي ايم ټيكنيكل اين ټي ډي سي په مشرۍ كښې انكوائري كمېټۍ جوړه كړې شوې كومه به چې په څلورو ورځو كښې پلټنه كوي او رپورټ به وړاندې كوي۔
دا خبره د یادونې ده چې په نېشنل ګرډ کې د خرابۍ له امله د کراچۍ پشمول د ملک په مختلفو ښارونو کې د بجلۍ بریک ډاؤن شوی دی.

دسرچينو ترمخه په نيشنل گرډ کې د خرابۍ له امله د ملک په بيلا بيلو برخو کې د بجلۍ بند شوى او په سندهـ کې د بجلۍ لويې بريک ډاؤن شوى دى.

سرچينې وائي دکنپ اتومي پلانټ بجلي هم دسيسټم څخه وتلې ده اؤ دملتان څخه لوئي پنجاب کې بجلي هم دسيسټم څخه وتلې ده.

نور خبرونه

وفاقي حکومت د عمران خان په ضد د عدالت د سپکاوي درخواست جمع کړې دې

د پي ټي آیی مشر فواد چوهدري ویلي دي او تور ی لګولې دې چې د شهباز شریف او حمزه شهباز کیسونه ختمولو ترشاه د اسټبلشمنټ ملاتړ دې

سندهه حکومت په بلدیاتي ټاکنو کښې د امنیت خوندي کولو په اړه بخښنه غوښتې ده

د وزیراعظم شهباز شریف یوه بله آډیو لیک شوې ده، د عمران خان هم آډیو لیک شوي دي چې پکښې هغه د هارس ټریډنګ په اړه خبرې کړې وې

پي ټي آیی مشر اعظم سواتي ونیول شو

د اعظم سواتي نیول، د عمران خان غبرګون مخې ته راغلې دې

د کراچۍ زیاته آبادي د کچه کورونو ده، دې لپاره د بشپړ پلان ضرورت دې، د سندهه د ماحولیاتو وزیر

په ۲۴ ملیارده روپیو مني لانډرنګ قضیه کښې بري کیدل، د حمزه شهباز غبرګون هم مخې ته راغلې

Leave a reply