پنډۍ کښې ډاکوانو د ایف بي آر ډایریکټر کور څخه غلا کړې ده، ډایریکټر وایی زما مور ښځینه غلو وهلې او ټپي کړې

باغی ټي وي رپورټ
غلو د ايف بي آر ډپټي ډائريکټر عمران اقبال له کور نه د زرګونو امريکايي ډالرو، د سرو زرو زيورات او نقدي لوټلو وروستو تښتېدلي دي.
د پوليس ترمخه د راولپنډۍ منګل ټاون کښې د ايف بي آر ډپټي ډائريکټر په کور د غلا مقدمه د ډپټي ډائريکټر عمران اقبال په شکايت ائيرپورټ پوليس سټيشن کښې درج کړې شوې ده۔
د ثبت شوي ایف آی آر له مخې، غله د کور څخه 7400 امریکایي ډالر، 15 توله د سرو زرو زیورات او دوه لاکه روپۍ نغدي سره تښتیدلي دي.
په مقدمه کې ويل شوي دي چې دوه نقاب پوش ښځو زما او زما د ميرمنې په غیرموجودګې کې زما مور په کور کې يرغمل نيولې وه، چې په شور ماشور دوو نقاب پوش ښځو زما مور وهلې او په فرش باندې يې غورځولې ده چې له امله يې هغه سخته ټپي شوې ده.
پوليس وايي د پېښې مقدمه يې درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.
نور خبرونه
پاکستان فوځ سرلښکر پاکستان کښې په ژورنالزم ،صحافت باندې د بندیز په اړه خبرې رد کړي دي
ایف آیی اې د نیول شوو پی ټي آیی مشرانو په اړه ثبوته لري، دوی به عدالت ته وړاندې شي: خرم دستګیر
ایف آیی اې د پی ټي آیی یو بنسټ ایښودونکې غړې په فارن فنډنګ کیس کښې نیولې دې
پیښور کښې د خپل تره کور څخه د وریرې او د هغه د دو لورانو مړي برامد شوي دي
کاناډا د ایران پاسداران انقلاب مشرانو کاناډا ته په راتګ،ننوتو بندیز لګولې دې





