کاناډا د ایران پاسداران انقلاب مشرانو کاناډا ته په راتګ،ننوتو بندیز لګولې دې

0
165

باغی ټي وي رپورټ
کاناډا ویلي دي چې د ایران د انقلابي ګارډ لوړ پوړو مشرانو په کاناډا ته راتګ اوو ننوتو باندې بندیز لګولې دې.

د کاناډا لومړی وزیر جسټن ټروډو وايي، د ایران له لوري له ښځو سره د چلند او په ۲۰۲۰ کال کې د یوې نړیوالې الوتکې د راغورځولو په اړه نور بندیزونه په پام کې نیول شوي دي.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو او د لومړي وزیر مرستیال کریسټیا فریلینډ په یوه خبري کنفرانس کې کاناډا ته د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو د مشرتابه د ننوتلو د بندیز اعلان وکړ او ویې ویل کاناډا پر ایران د نورو سختو بندیزونو په اړه غور کوي.
په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د بیان شوي وژل کیدو وروسته په ایران کې د مظاهره چیانو او د هغې د مخنیوي لپاره د ایراني ادارې د تاوتریخجنو اقداماتو له امله ایران د نړیوالو له نیوکو سره مخامخ شو.

Leave a reply