پیښور کښې د خپل تره کور څخه د وریرې او د هغه د دو لورانو مړي برامد شوي دي

0
292

باغي ټي وي رپورټ
يښور کښي پوليس د تره کور نه د راولپنډئ نه د يوي خور او دوه لوڼو پشمول د دريو زنانو مړي برآمد کړي دي او پوليس ئي د تره ګرفتار کړے دے۔

د پوليسو په وينا د پېښور په حيات اباد فيز ٦ کې په يوه کور کې د درېيو ښځو مړي موندل شوي دي.

د پوليس وينا ده چي د وژل شوي عنبر ناصر تعلق د واه کينټ راولپنډئ سره دے او د زنانه دوه لوڼي مايره او عشال هم په کوټه کښي مړه موندل شوي دي۔

په کور کې د وژل شوې ښځې تره ارشد علاوالدین پولیسو ته په خپل بیان کې ویلي دي چې عنبر له هغې په میراث کې د ونډې غوښتنه کوله، زما کور ته راغی او له ما سره یې شخړه وکړه او په سترګو کې یې مرچک واچول. د کوټې دننه د نجونو تر څنګ ننوتم او د ډزو غږ مې واورېد.
علاؤالدین پولیسو ته ویلي، چې دغې ښځې پر نجونو او ځان په ډزو سره خپل ژوند پای ته رسولی، دوه کاله وړاندې دغه ښځه هم له خپل خاوند څخه جلا شوې وه.

پوليس په پلټنو کښې د ميرمنې د تره په شمول پلټنې شروع کړې دي۔
………………………………………..

Leave a reply