د پاکستان پخواني اولس مشر آصف زرداري ته ډاکټرانو مشوره ورکړې چې په بهر ملک کښې د علاج کولو ضرورت ورته نشته.

باغی ټي وي رپورټ
د اصف علي زرداري معالج ډاکټر عاصم حسین ویلي دي چې د اصف علي زرداري حالت مخ په ښه کیدو دی.
ډاکټر عاصم حسین وویل چې د پخواني ولسمشر د تنفسي سیسټم فزیو لاندې دی.
ياده دې وي چې پخوانى صدر اصف زرداري د ستمبر په ٢٧مه نيټه د صحي ستونزو له امله د کلفټن ښار يو شخصي روغتون ته وړل شوى وو او هلته د سږو عمليات ترسره شوي وو.
پخوانی ولسمشر له یوې میاشتې راهیسې ناروغ دی، د ډاکټر عاصم په مشرۍ د متخصصو ډاکټرانو بورډ د پخواني ولسمشر معاینات کوي.
بل خوا بهرني ډاکټران وايي چې اوس مهال په بهر کې درملنې ته اړتيا نه لري.
نور خبرونه
پاکستان فوځ سرلښکر پاکستان کښې په ژورنالزم ،صحافت باندې د بندیز په اړه خبرې رد کړي دي
ایف آیی اې د نیول شوو پی ټي آیی مشرانو په اړه ثبوته لري، دوی به عدالت ته وړاندې شي: خرم دستګیر
ایف آیی اې د پی ټي آیی یو بنسټ ایښودونکې غړې په فارن فنډنګ کیس کښې نیولې دې
پیښور کښې د خپل تره کور څخه د وریرې او د هغه د دو لورانو مړي برامد شوي دي
کاناډا د ایران پاسداران انقلاب مشرانو کاناډا ته په راتګ،ننوتو بندیز لګولې دې






