پاکستان فوځ سرلښکر پاکستان کښې په ژورنالزم ،صحافت باندې د بندیز په اړه خبرې رد کړي دي

0
184

باغی ټي وي رپورټ
دفوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه امريکا ته دخپل سفر په مهال يوې غونډې ته په وينا کې دا پروپاګنډ او خبرې رد کړې چې دپاکستان حکومت دخبريالانو سره په بد سلوک يا هيواد کې دخبرو په ازادۍ محدودولو کې لاس لري. جنرال قمر جاوېد باجوه ويلي، چې د امريکا او چين په ګډون له هر هېواد سره ښې او ازادې اړيکې غواړو.
امريکا ته د خپل تقريباً اوونيزې دورې په اخري ورځ د يوې دستورې په مهال ديوې پوښتنې په ځواب کې دپوځ سرلښکر وويل په پاکستان کې د مطبوعاتو او صحافت په ازادۍ هيڅ پابندي نشته اؤ په کومه ناخوښي پيښه کې ددغه هيواد اسټيبلشمنټ لاس نۀ لري. د یوه ګډونوال په وینا، جنرال باجوه په خپلو “حیرانوونکي ډول روښانه” څرګندونو سره امریکايي اوریدونکي متاثره کړل.
ګډونوالو وویل چې د فوځ مشر “ډیر شیان وویل چې مونږ یې په مثبت ډول حیران کړو.”

نور خبرونه

بلوچستان د سرکاري نورکرانو د عمر په حد کښې بدلون کړې دې

ایف آیی اې د نیول شوو پی ټي آیی مشرانو په اړه ثبوته لري، دوی به عدالت ته وړاندې شي: خرم دستګیر

ایف آیی اې د پی ټي آیی یو بنسټ ایښودونکې غړې په فارن فنډنګ کیس کښې نیولې دې

پیښور کښې د خپل تره کور څخه د وریرې او د هغه د دو لورانو مړي برامد شوي دي

کاناډا د ایران پاسداران انقلاب مشرانو کاناډا ته په راتګ،ننوتو بندیز لګولې دې

Leave a reply