بلوچستان د سرکاري نورکرانو د عمر په حد کښې بدلون کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو وئيلي دي چې د سرکاري نوکري لپاره د اميدوارانو د عمر په حد کښې بدلون راوستل شوي دي۔
هغه وويل، د دولتي دندو لپاره د عمر پورتنۍ حد ٤٣ کلونو ته لوړ شوى، څو هغه کانديدان هم په دندو وګمارل شي، چې د عمر د محدوديت له امله يې د نوم ليکنې وړ نه وي.
په خپل يو بيان كښې د بلوچستان وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو وئيلي دي چې مونږ به په هيڅ صورت خپل خلك كمزورې نه كړو او په خاصه توګه ځوانانو ته به د باعزته او باوقار روزګار د ترلاسه كولو پوره موقعې وركولې شي۔
د بلوچستان وزيراعلي وويل چې له صوبې څخه د بې روزګارۍ له منځه وړل زمونږ د لومړيتوبونو مهمه برخه ده، په دې برخه کې مو يو مهم ګام پورته کړى او د هغو کانديدانو د عمر حد يې ٤٣ ته لوړ کړى چې دولتي دندې ترلاسه کول غواړي. د راپور مطابق وس نوماندان هم کولی شي دندې ترلاسه کړي، څوک چې د عمر د محدودیت له امله غوښتنلیک ورکولو لپاره اهل نه وو.
……………………..
نور خبرونه
ایف آیی اې د نیول شوو پی ټي آیی مشرانو په اړه ثبوته لري، دوی به عدالت ته وړاندې شي: خرم دستګیر
ایف آیی اې د پی ټي آیی یو بنسټ ایښودونکې غړې په فارن فنډنګ کیس کښې نیولې دې
پیښور کښې د خپل تره کور څخه د وریرې او د هغه د دو لورانو مړي برامد شوي دي
کاناډا د ایران پاسداران انقلاب مشرانو کاناډا ته په راتګ،ننوتو بندیز لګولې دې





