د امریکا سایفر ستونزه رښتیا وه نو ځکه ی د قامی سلامتیا غونډه را اوبلله: شیخ رشید

0
175

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد وئيلي دي چې دغه سيفر ريښتيا ؤ نو ځکه يې دقومي سلامتۍ کميټۍ غونډې ته راوستو.

په یوه بیان کې شیخ رشید ویلي چې افراطیت ۳۰ فیصده زیات شوی، آډیو، ویډیو، سیفر د غریب ستونزه نه ده، بلکې د سیفر حقیقت و، نو ځکه یې د ملي امنیت کمېټې غونډې ته راوغوښت.

ده وويل هيله ده چې داکتوبر په لسمه به د لانگ مارچ هار وغږول شي او بيا به خالق خداى حکومت کوي، د سياست کړکېچ او شخړه به تر کومه ځايه لاړه شي.

شیخ رشید ویلي حکومت د ضمني انتخاباتو نه په تیښته دی.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان هم د امريکائي سيفر د ورکېدو تصديق کړے دے۔تيره ورځ يو شخصي ټي وي سره په مرکه کښې عمران خان وويل چې زما يو سيفر وو، هغه ورک شو، نه پوهيږم چرته لاړو.

عمران خان دا هم وویل چې هغه څه چې په سیفر کې راغلي هغه په ​​غونډو کې ویل شوي، د او آی سي له غونډې وروسته یې هم د هیواد نوم یاد نه کړ.بل خوا د مسلم ليګ ن مرستیالې مريم نواز تور لګولې چې د وزيراعظم هاؤس نه د سيفرې کاپي غائبه ده، عمران خان د وزيراعظم هاؤس نه د وتلو په مهال د منرل واټر ٢٠٠٠ بوتلونه هم له ځانه سره وړي دي.
نور خبرونه

د پاکستان پخواني اولس مشر آصف زرداري ته ډاکټرانو مشوره ورکړې چې په بهر ملک کښې د علاج کولو ضرورت ورته نشته.

پاکستان فوځ سرلښکر پاکستان کښې په ژورنالزم ،صحافت باندې د بندیز په اړه خبرې رد کړي دي

بلوچستان د سرکاري نورکرانو د عمر په حد کښې بدلون کړې دې

ایف آیی اې د نیول شوو پی ټي آیی مشرانو په اړه ثبوته لري، دوی به عدالت ته وړاندې شي: خرم دستګیر

ایف آیی اې د پی ټي آیی یو بنسټ ایښودونکې غړې په فارن فنډنګ کیس کښې نیولې دې

پیښور کښې د خپل تره کور څخه د وریرې او د هغه د دو لورانو مړي برامد شوي دي

کاناډا د ایران پاسداران انقلاب مشرانو کاناډا ته په راتګ،ننوتو بندیز لګولې دې

Leave a reply