عمران خان تر ټول جعلي او دروغجن سړې دې، ټوله ډرامه او سازش ی ثابت شوې دې: وزیراعظم شهبا ز شریف

0
208

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې عمران خان د نړۍ تر ټولو جعلکاره کس دے چا چې د قوم په ضد سازشونه کړي د کومې آډيو مخې ته راغلې ده۔

لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې مونږ عدالت او قانون ته احترام لرونکے خلک يو او زه نن يو ځل بيا عدالت کښې حاضر شوم، نواز شريف هم هره ورځ عدالت کښې حاضر شوے دے، زما د پارټۍ ملګري هم زړورتيا لري۔
هغه وويل چې د عمران نيازي په وينا مريم نواز ته د اسلام اباد هائي کورټ څخه امر راغلى دى، له دې نه بده خبره نه شي کېدى، برداشت کوم، اغلې عليمه خان او فرح ګوګي ته ما اين آر او نه دى ورکړى، عليمه خان او فرح ګوګي اين آر او ترلاسه کړى دى. ستاسو په وخت کې.
وزيراعظم وويل عمران نيازي اوس ملت ته ځواب ورکوې، تاسو دقوم په ضد سازشونه وکړل، ته وزيراعظم وې، داسمبلۍ دپنځوؤ غړو دپيرودلو پيسې دې چرته راوړې، عمران نيازي دې په خپله مخ تور کړ. د سکرو بروکرنګ، کاش دا وای

شهباز شريف زياته کړه چې د پاکستان لپاره زمونږ سياسي سرمايه يو ځل نه بلکې په کروړونو ځله قربانه شوې، مونږ د متحدينو په مرسته هېواد د تباهۍ نه بچ کړو.
دوی وویل چې دومره لویې فتواګانې یې ورکړې او خپل ضمیر یې اخلي، عمران نیازی اوس د ضمیر پلورلو اعتراف کوي، ایا کومې محکمې عمران نیازی احضار کړی؟ وزیر اعظم وي یا ګورنر، هیڅوک له قانون پورته نه دي، نواز شریف هر ځل عدالت ته حاضریږي، نواز شریف، مریم نواز، حمزه شهباز، موږ ټولو تر ټولو ډېر ظلم زغملی.

شهباز شريف وويل چې د نيب د هغه وخت چيئرمېن ولې د 190 ميليونه پاونډ د غلا نوټس وانخست ولې عمران نيازي نن په کومه خوله اين آر او کوي؟ عمران خان د نړۍ تر ټولو درغلي سړی دی، عمران خان د ولس پر ضد دسیسې وکړې، چې کومه آډیو راغلې، په آډیو کې یې ویل اورېدل شوي چې د امریکا نوم مه اخله او بس لوبه به کوو، وزیراعظم اوویل چې ستا ډرامه افشا شوې ده او ټول دروغ دې ثابت شوي دي.

نور خبرونه

د پاکستان پخواني اولس مشر آصف زرداري ته ډاکټرانو مشوره ورکړې چې په بهر ملک کښې د علاج کولو ضرورت ورته نشته.

پاکستان فوځ سرلښکر پاکستان کښې په ژورنالزم ،صحافت باندې د بندیز په اړه خبرې رد کړي دي

بلوچستان د سرکاري نورکرانو د عمر په حد کښې بدلون کړې دې

ایف آیی اې د نیول شوو پی ټي آیی مشرانو په اړه ثبوته لري، دوی به عدالت ته وړاندې شي: خرم دستګیر

ایف آیی اې د پی ټي آیی یو بنسټ ایښودونکې غړې په فارن فنډنګ کیس کښې نیولې دې

پیښور کښې د خپل تره کور څخه د وریرې او د هغه د دو لورانو مړي برامد شوي دي

کاناډا د ایران پاسداران انقلاب مشرانو کاناډا ته په راتګ،ننوتو بندیز لګولې دې

Leave a reply