امریکا په صومالیه کښې د تندروه تنظیم یو مشر د وژلو دعوی کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
مریکا په صومالیا کې د الشباب د سخت دریځې ډلې د مشر د وژلو ادعا کړې ده.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ وايي، د الشباب مشر عبدالحي نادر تېره اوونۍ په سومالیا کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د سومالیا د حکومت په وینا، عبدالحي نادر د الشباب لوی څارنوال او د الشباب تنظیم یو له بنسټ ایښودونکو څخه و.
Abdullahi Nadir, a top leader of #Alshabab terrorists, wanted by Somali government for long time has been killed in operation conducted by Somali National Army and international security partners in Haramka village in Middle Jubba region, on 01-10-2022.#Somalia https://t.co/yJsfQL6Wts
— Ministry of Information, Culture & Tourism (@MOISOMALIA) October 2, 2022
الشباب تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي چې د دوی مشر د امریکا په برید کې وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، له ۲۰۰۶ کال راهیسې په صومالیا کې په ترهګریزو بریدونو کې له القاعده سره تړلي تندروو سازمان زرګونه کسان وژلي دي.
نور خبرونه
پیښور کښې د ترهګرو او امنیتي ځواک ترمینځ نښته شوې، ۴ څلور ترهګر اووژل شول
پاکستان او انګلینډ کرکټ لوبې روسته قذافي سټیډیم کښې دوه وسلی لرونکي نیول شوي دي
د پاکستان برج فیډریشن ټاکنې کیږي، د بورډ آف ډایریکټر لپاره د ټاکنو مراسله جاري شوې ده
پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه





