وفاقي وزیر خزانه ویلي دي چې د آیی ایم سر د معامله کولو،اړیکونیولو لپاره زه ذمه واریم

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د آئي ايم ايف ذمه واري زما په غاړه ده او دا ذمه واري د مفتاح اسماعيل او د کوم بل چا نه ده.
د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د خبرو په وخت اسحاق ډار وويل چې زه له ۲۵ کالو راهسې د آئي ايم ايف سره معامله کوم، مفتاح اسماعيل فکر مه کوه هيڅ به نه کيږي، انشاالله زه پوهيږم چې د آئي ايم ايف سره څنګه معامله وکړم.
اسحاق ډار وئيلي دي چې د ډالر حقيقي قدر د 200 روپو څخه کمه ده او په راتلونکو ورځو کې به ډالر د 200 روپو څخه کم شي.
تيره ورځ په کراچۍ کې يوې دستورې ته دوينا په مهال دخزانې پخواني وزير مفتاح اسماعيل وويل زمونږ دترقۍ ماډل مخ په وړاندې روان دى، د٢ اربه ډالرو په ارزښت موبايل فونونه راځي اؤ زمونږ ټول صادرات ٣٠ اربه ډالره دي.هغه وویل چې یوازې یو سلنه خلک د هیواد کنټرول لري، 570 مالداره او شتمنو خلکو ته په یو فیصد سود پور ورکول کیږي.
نور خبرونه
پیښور کښې د ترهګرو او امنیتي ځواک ترمینځ نښته شوې، ۴ څلور ترهګر اووژل شول
پاکستان او انګلینډ کرکټ لوبې روسته قذافي سټیډیم کښې دوه وسلی لرونکي نیول شوي دي
د پاکستان برج فیډریشن ټاکنې کیږي، د بورډ آف ډایریکټر لپاره د ټاکنو مراسله جاري شوې ده
پنجاب کښې د اولس لپاره وزیراعظم د ۱۰۰ ملیارده روپو احساس راشن پروګرام پرانسته وکړه






