وفاقي کابینې مهمه غونډه شوې، د سایفر کاپي په ریکارډ کښې نشته، د جعل سازۍ پس د سایفر د غلا کولو انکشاف شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د وفاقي کابينې په غونډه کې څرګنده شوې ده چې د وزيراعظم هاؤس ريکارډونو نه د سفارتي سائيفر کاپي غائبه ده او سفارتي سائيفر د د جعل سازۍ نه پس غلا شوې ده.
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه شوې چې پکښې د آډيو ليکس په اړه مهمې فيصلې شوې دي۔
وفاقي کابينې وئيلي دي چې دغه آډيو د پخواني حکومت او عمران نيازي د جنايتکارانه سازش بې نقابه کړې ده، سفارتي “سيفر” ته د منهج مطلب ورکولو سره د سياسي مفاداتو په خاطر ملي ګټې وژل شوي او سفارتي سایفر درغلي، جعل سازي وروسته غلا شو.
وفاقي کابينې وئيلي دي چې د سایفر غلا د آئيني حلف، قانون او په خاصه توګه د “سرکاري رازونو قانون” څخه سخته سرغړونه ده، دا د رياست په ضد يو نه بخښل کيدونکى جرم دى، سياسي مفاداتو ته په مهمو رياستي مفاداتو ترجيح ورکول کيږي.
د اعلامیې له مخې، د آډیو لیک د څېړلو لپاره د کابینې ځانګړې کمېټه جوړه شوې او د ملي امنیت کمېټې د آډیو لیک د بشپړې څېړنې پرېکړه تائید کړې ده.
د کابينې په غونډه کې څرګنده شوه چې د سفارتي سند نقل د وزيراعظم هاؤس ريکارډونو نه غائب دى په داسې حال کې چې د وزيراعظم هاؤس کښې پخواني وزيراعظم ته د استولې شوي سيفر د رسيد په ريکارډونو کښې داخله ده. .
وفاقي کابينه وايي پکار ده ددې ناوړه کار چې ذمه وار په واضحه توګه وپېژندل شي او د قانون مطابق سزا ورکړل شي.
کابينې پرېکړه کړې چې د پخواني وزيراعظم او د هغه پخواني پرنسپل سيکرټري پر ضد به ځانګړې کمېټه د کارروايۍ څرنګوالی ټاکي، ځانګړې کمېټه به د لوړ پوړو وزيرانو پر ضد د قانوني کارروايۍ څرنګوالی هم ټاکي، په داسې حال کې چې د کابينې په کمېټه کې به په حکومت کې د ايتلافي ګوندونو استازي شامل وي. .په هغه کې به د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او قانون وزارتونو وزیران شامل وي.
وفاقي کابينې په لندن کې له مريم اورنګزېب سره د پي ټي ائي د کارکنانو د ناوړه سلوک سخته غندنه کړې او وئيلي يې دي چې د يوې زنانه سره د دغه شان منفي سلوک لپاره هيڅ ګنجائش نشته.
د غونډې په مهال اوویل شول چې د ښځو په وړاندې د پي ټي آئي چيئرمېن رويه همېشه د تعصب او د توهین ډکه پاتې شوې ده.
ياده دي وي چي تيره ورځ د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان سره د ميډيا توره آډيو ليک شوې وه چي پکښي هغه وئيلي وو چي د امريکې نوم مه اخلئ ، هغه دا هم ویلي دي چې اوس يوازي مونږ لوبه کوو.
نن د عمران خان یوه بله آډیو هم لیک شوې ده چې پکې عمران خان ویلي چې نه غواړي د چا له خولې د امریکا نوم واوري.
…………………
نور خبرونه
پاکستاني اولس لپاره یو ښه زیرې، حکومت د تیلو په نرخ کښې کمې اعلان کړې دې
د مصر صدر ، شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې کړي، پاکستان سره ی د همکارۍ ژمنه کړې ده
د دفعه ۱۴۴ سرغړونه، د ۵۰۰۰ زره روپیو د ضمانت په بدله کښې د عمران خان ضمانت منظور کړې شوې دې
حبیب بانک د ترهګرو د مالي مدد د امرکایی قاضي تورونه رد کړي دي
د اسلام آباد څخه تعلق لرونکې یو تیز توپ اچوونکې د زړه ناروغې له امله په حق رسیدلې دې
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې چاودنه شوې ده، لومړي معلومات وایی جې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي






