عمران خان یو ځل بیا د خیبر پښتونخوا سرکاري هیلي کاپټر د خپل ذاتي مقصد لپاره کارولې دې، پيښور غونډې ته بیا ی دا چورلکه کارولې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان د خیبر پښتونخوا حکومتی هیلی کوپټر د خپل شخصي سفر په توګه اخیستی دی.
پېښور کې د خطاب لپاره د لوړو زده کړو وزير کامران بنګش عمران خان په يوه هيلي کاپټر کې اسلام اباد ته راوستی او د بېرته ستنېدو پر مهال وزيراعلي محمود خان په رسمي هيلي کاپټر کې اسلام اباد ته ولاړ.
د خېبرپښتونخوا حکومت هيلي کاپټر د عمران خان پخه سورلۍ ګرځېدلی، دا ځل پېښور ته د عمران خان د راوستلو ذمه واري د وزيراعلي محمود خان پر ځای د لوړو زده کړو صوبائي وزير کامران بنګش په غاړه اخستې ده.
امران بنګش عمران خان له اسلام اباد نه پېښور ته په رسمي هيلي کاپټر کې راوستی و چې هلته يې د ايډورډ کالج محصلينو ته وينا وکړه او په هيلي کاپټر کې شبلي فراز او مراد سعيد هم سپاره وو.
پيښور کښې د وينا نه وروستو عمران خان د وزيراعلي محمود خان سره يو ځائے په سرکاري هيلي کاپټر کښې اسلام آباد ته روان شو۔
خيبر پښتونخوا د لوړو زده کړو وزير کامران بنګش له جيو نيوز سره د خبرو پر مهال وويل، چې د رسمي مصروفيتونو له امله اسلام اباد ته تللى و او د راستنېدو پر مهال يې عمران خان هم له ځانه سره راوړى دى.
هغه زياته کړه چې وزيراعلي محمود خان د ځينو رسمي مصروفيتونو له امله اسلام اباد ته تللى و، نو ځکه عمران خان له هغه سره بېرته روان شو، خو د نوي قانون له مخې ب صوبايي وزيران د هيلي کاپټرو کارولو اختیار لري.
………………………
نور خبرونه
د مصر صدر ، شهباز شریف سره ټیلیفوني خبرې کړي، پاکستان سره ی د همکارۍ ژمنه کړې ده
د دفعه ۱۴۴ سرغړونه، د ۵۰۰۰ زره روپیو د ضمانت په بدله کښې د عمران خان ضمانت منظور کړې شوې دې
حبیب بانک د ترهګرو د مالي مدد د امرکایی قاضي تورونه رد کړي دي
د اسلام آباد څخه تعلق لرونکې یو تیز توپ اچوونکې د زړه ناروغې له امله په حق رسیدلې دې
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې چاودنه شوې ده، لومړي معلومات وایی جې ۱۲ کسان ټپیان شوي دي