د پاکستان ادارو ددې هیواد د اولس باور له لاسه ورکړې دې، د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري په ملکي ادارو نیوکه

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فواد چوهدري وايي، د پاکستان ادارو د خلکو باور له لاسه ورکړی دی.

د اسلام اباد هائي کورټ لخوا په ايون فیلډ ريفرنس کښې د مريم نواز بري کولو په فيصله خپل ردعمل کښې فواد چوهدري وئيلي دي چې د پاکستان ادارې فيصله د چا په حق کښې ورکوي يا د چا خلاف، دا فيصلې د عوامو د رايو په بنياد کيږي او د دې هيڅ حيثيت نه پاتې کيږي. پاکستان د خلکو باور له لاسه ورکړی دی.
د پي ټي آئي مشر وويل د مريم نواز جرم د اربونو روپو په ارزښت د ايون فيلډ د محلونو جوړول دي، په دې جرم کښې د هغې کردار له شک نه بهر دے.

بل خوا پخواني وزير علي زيدي ويلي چې عزير بلوچ هم بايد اوس خوشې شي، په داسې حال کې چې سناتور اعظم سواتي د مريم نواز خوشې کېدل د هېواد په تاريخ کې يو تور باب بللى دى.
بلخوا د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر وئيلي دي چې عمران خان به روانه هفته اسلام آباد ته د لانګ مارچ کولو غږ کوي په داسې حال کې چې د پي ټي آئي غړې زرتاج ګل وئيلي دي چې مسلم ليګ ن ته اين آر او 2 ورکړې شوې ده۔

ياده دي وي چي تيره ورځ اسلام آباد هائي کورټ د مريم نواز په ايون فيلډ ريفرنس کښي د اووه کالو بند سزا کالعدم ګرځولې او هغه ی بري کړې ده.

Leave a reply