شاهد اپریدي قامي د کرکټ لوبډلې ته مشوره ورکړې که صورت حال څه رنګ هم وی باید دوی نورې لوبې وګټي

0
177

باغی ټي وي رپورټ
زمبابوې ته د پاکستان ماتې او سویلي افریقا ته د هند ماتې د ګرین شرټس لپاره تر ډیره حده سیمي فاینل ته د رسیدو لاره تړلې ده، خو وضعیت لا هم په ټپه ولاړ دی.

د شخصي ميډيا سره د خبرو په مهال پخواني کپتان او سټار آل راونډر شاهد آفريدي لوبغاړو ته مشوره ورکړې چې راتلونکي دوه ميچونه دې وګټي .
شاهد افریدي وویل چې زه اوس له دې هلکانو څخه یوازې دا غواړم چې باران وشي یا نه، هر حالت چې وي هلکان باید موږ د سویلي افریقا پروړاندې لوبه وګټي.

ده ووئيل د جنوبي افريقې خلاف د پاكستان لوبه به سخته لوبه وي ځكه چې مخالفه لوبډله سخته ده٬ زمونږ لوبغاړي به اوس د جنوبي افريقې او بيا د بنګله دېش په وړاندې ښه كاركردګي ښكاره كوي۔

پخواني کپتان وويل، چې که لوبډله يې د افريقا پر وړاندې وګټي، نو دا به ستره بريا وي، دا دوه لوبې زموږ او زموږ د خلکو لپاره ډېرې مهمې دي.

د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام په اړه شاهد افریدي وویل، چې له دې نړیوال جام څخه یو کال وروسته باید د شل اوریز نړیوال جام مدیریت په فکري ډول یوه لوبډله جوړه کړي او دغه لوبډله ۶ میاشتې مخکې جوړه کړي، بیا د نړیوال جام د ساتلو پر مهال لوبغاړو ته اعتماد ورکړي. د ځای په پام کې نیولو سره، ټیم باید د روزونکي سره جوړ شي.

نور خبرونه

زما ژوندې دې اخستې وې خو چې زما په عزت ی لاس نه وې اوچت کړې: اعظم سواتي

د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب تور لګولې دې چې د فارن فنډنګ فتنې د واک او څوکۍ د ژغورلو لپاره د فوځ مشر ته د هغه د دندې غځولو وړاندیز کړې وو

د شهباز شریف وفاقي حکومت په ملک کښې د تیلو نرخونو د نه زیاتولو پریکړه کړې ده

د پنجاب حکومت د ټي وی چینل ښځینه خبریالې د وژنې په اړه یوه ځانګړې کمیټي جوړولو پریکړه کړې ده

دروغ ویل، تورونه لګول او فتنه فساد خپرول د عمران نیازي د سیاست برخه ده: د جې یو آیی مشر مولانا عبدالففور حیدري وینا

د پاکستان تحریک انصاف لرې کړې شوي او پخوانی وزیر فیصل واوډا تور لګولې چې د ارشد شریف په وژنه کښې امکان لري د پی ټي ایی دننه کسان پکښې ککړي وی

په قبایلي سیمو کښې تر یو ملیون پورې ماشومان سکول ته د نه تللو انکشاف شوې دې

Leave a reply