د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب تور لګولې دې چې د فارن فنډنګ فتنې د واک او څوکۍ د ژغورلو لپاره د فوځ مشر ته د هغه د دندې غځولو وړاندیز کړې وو

0
556

باغي ټی وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پي ټي آئي چيرمين عمران خان باندې سختې نیوکې کړي دي او وئيلي دي چې د بهرنۍ سرمايه کارۍ له وجې د خپل واک د بچ کولو لپاره د آرمي چيف د دندې موده غځولو وړاندیز ی کړې وو.

مريم اورنګزېب خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې له يو طرفه ادب ته زيان رسيږي او بل لوري ته عمران خان وایی او دا غواړی چې هغه د وینه تویولو ترلاندې په هیواد کښې بدلون راوستل غواړي.

هغې وویل چې د فارن فنډنګ فتنه او په ټوپک د بدلون راوستلو والا او ګواښونو ورکولو والا چاته ګواښونه ورکوي.؟
داطلاعاتو وزير وويل چې عمران خان د خپلې څوکۍ ژغورولو لپاره د فوځ سرلښکر دنده د غځولو وړاندیز کړې وو، عمران خان پوځ ته بلنه ورکوي چې حکومت نسکور کړي اؤ په سياست کې مداخله وکړي.

….
نور خبرونه

د شهباز شریف وفاقي حکومت په ملک کښې د تیلو نرخونو د نه زیاتولو پریکړه کړې ده

د پنجاب حکومت د ټي وی چینل ښځینه خبریالې د وژنې په اړه یوه ځانګړې کمیټي جوړولو پریکړه کړې ده

دروغ ویل، تورونه لګول او فتنه فساد خپرول د عمران نیازي د سیاست برخه ده: د جې یو آیی مشر مولانا عبدالففور حیدري وینا

د پاکستان تحریک انصاف لرې کړې شوي او پخوانی وزیر فیصل واوډا تور لګولې چې د ارشد شریف په وژنه کښې امکان لري د پی ټي ایی دننه کسان پکښې ککړي وی

په قبایلي سیمو کښې تر یو ملیون پورې ماشومان سکول ته د نه تللو انکشاف شوې دې

Leave a reply