د شهباز شریف وفاقي حکومت په ملک کښې د تیلو نرخونو د نه زیاتولو پریکړه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
وفاقي حکومت د ټيکس ريټرنز جمع کولو په آخري تاريخ کښې د پنځلسو ورځو لپاره د پټروليم مصنوعاتو قيمتونو نه زياتولو اعلان کړے دے۔
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د پټروليم مصنوعاتو موجوده نرخونه به تر پنځلسو ورځو پورې په خپل حال پاتې وي۔
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د پټرول، ډيزلو، لائټ ډيزل او د کيروسين موجوده نرخونه به په خپل حال پاتې وي۔
اسحاق ډار دا اعلان هم وکړو چې د ټېکس رېټرن جمع کولو موده هم تر 30 نومبر پورې غځولې شوې ده.
د خزانې وزير وويل د پټرولو بيه به په ٢٢٤ روپۍ ٨٠ پيسې او د ډيزلو في ليټر بيه به ٢٣٥ روپۍ ٣٠ پيسې پاتې وي.
د دې نه علاوه به د مٹی د تیلو نرخ 191 روپۍ 83 پيسې فی لیټر او د لائټ ډیزل تېلو نرخ به 186 روپۍ 50 پېسې فی لیټر پاتې وي.
په خپل ویډیویي پیغام کې د مالیې وزیر زیاته کړه، حکومت پرېکړه کړې چې په سمدستي توګه تر یو لکو ډالرو پورې د LCs تصفیه کړي، دا مهال د یو لکو ډالرو په ارزښت د LCs شمېره ۱۳۶۵ ته رسېږي او د ټولو LCs د تصفیې پرېکړه یې کړې ده.
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې تر دې وړاندې حکومت د 50 زره ډالرو پورې د ايل سيز کليئر کولو فيصله کړې وه چې د دې فيصلې له مخې د ايل سيز څلور زره څلور سوه کيسونه کلير شوي دي۔
اسحاق ډار وويل چې د يو لاکه ډالرو په ارزښت ايل سيز کلیئر کولو سره به 5 زره 765 کېسونه ختم کړل شي، د ايل سيز پاتې 2200 کېسونه به هم ژر کلیئر کړل شي.