د پنجاب حکومت د ټي وی چینل ښځینه خبریالې د وژنې په اړه یوه ځانګړې کمیټي جوړولو پریکړه کړې ده

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب حکومت د شخصي چينل خبريال صدف نعيم د وژنې په اړه د کامل فائنډنګ کميټۍ جوړولو فيصله کړې ده.

د کابينې کميټې د قانون او نظم او امنيت غونډه په سول سيکرټريټ لاهور کې وشوه چې مشري يې د پارليماني چارو وفاقي وزير راجه بشارت د ويډيو لنک له لارې وکړه.
په غونډه كښې د لانګ مارچ په مهال د ډيوټي حادثې له وجې مړه شوې زنانه خبرياله صدف نعيم د مړينې لپاره د كامل فائنډينګ كمېټۍ جوړولو پرېكړه وشوه۔
راجه بشارت وويل چې په کمېټۍ کې به د اړوندو څانگو افسران هم شامل وي او کمېټۍ به خپل رپورټ ژر وړاندې کوي.

د پارلماني چارو وزير هم لارښوونه وکړه، چې په راتلونکي کې داسې پېښې رامنځته نه شي. دا خبره د یادونې ده چې صدف نعیم څو ورځې وړاندې د عمران خان د لانګ مارچ کانټینر څخه را اوغورځیدله او د کانټینر لاندې مړه شوه، وفاقي وزیرداخله هم ددې خبرې تایید کړې چې صدف ته دیکه ورکړل شوې ده او ددې پیښې دې پلټنې وکړي که نه وی نو وفاقي حکومت به خپله ذمه واري ترسره کړي.

Leave a reply