زما ژوندې دې اخستې وې خو چې زما په عزت ی لاس نه وې اوچت کړې: اعظم سواتي

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي سينيټر اعظم سواتي وئيلي دي چي زما د ژوند اخستلو پرواه نه وه ولي چي نامعلومه ځائے ته بوتلم او زما ويډيو جوړه کړے شو نو زما په عزت يي لاس واچولو۔
په اسلام اباد کې دخبرو په مهال اعظم سواتي دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله تصديق شوى مجرم او دروغجن ګرځولى اؤ وئيلي يې دي زما کور څخه قیمتي شیان هم وړل شوي دي.
هغه اوویل چې د پلټنو افسر دوه ورځې پس زما څخه لاس لیک واخستو.
هغه وویل چې پروا نه وه چې زما ژوند ی اخستې وې خو چې زما په عزت یې لاسونه نه وې پورته کړي، نامعلوم ځای ته یې بوتلم او زما ی ویډیو جوړه کړه.
اعظم سواتي وويل چې زه د چيف جسټس مننه کوم چې زما دوسيه يې پرانستله، سپريم کورټ زما سي سي ټي وي کيمرې په قبضه کې واخلي او فارنزک وکړي چې معلومه کړي څومره خلک زما کور ته راغلي وو.
د پي ټي ائي مشر زياته کړه چې زما د نيمې مقدمې ثبوت د سي سي ټي وي کيمرې دي خو د سي سي ټي وي کيمرې سره ی بیک اپ هم ځان سره وړې دې.
……………………
نور خبرونه
د شهباز شریف وفاقي حکومت په ملک کښې د تیلو نرخونو د نه زیاتولو پریکړه کړې ده
د پنجاب حکومت د ټي وی چینل ښځینه خبریالې د وژنې په اړه یوه ځانګړې کمیټي جوړولو پریکړه کړې ده
په قبایلي سیمو کښې تر یو ملیون پورې ماشومان سکول ته د نه تللو انکشاف شوې دې






