لنډیکوتل کښې د پولیس له لوري د نشه ی توکو په ضد عملیات دوام لري، تورن کسانو څخه ترهګریز مواد هم ترلاسه شوي

0
107

په سیمه کښې ی تراوسه ګنړ شمیر کسان نیولي چې د نشه ی توکو په ناوړه کار کښې ککړ دي
باغی ټي وی رپورټ
د خیبر پولیس ځواک د لنډیکوتل پولیس پولیس سټیشن اهلکارو په بیلا بیلو و سیمو کښي د نشه ی توکو خرڅوونکو او سماج دښمنه عناصرو په ضد کامیاب عملیات کړی دی چی پکښي نشه ایز مواد او د ایکسټاسی 3005 ټابلیټ، آئس 1020 ګرامه، په بارودی موادو استعمال شوی 300 ډیټونیټر برآمد کړی شوی دی او ټول تورن کسان ی نیولي دي.
د تفصيلاتو ترمخه د خيبر ضلعي پوليس افسر عمران خان په لارښوونه ايس ايچ او اکبر آفريدي د لنډي کوتل پوليس سټيشن په بیلا بیلو سيمو کښي کاميابي عمليات کړي دي چي پکښي یو تن خادي شاه شيخ ملاخېل نيولي شوي او 1020 ګرامه آیس هم ورسره نیول شوي دي.
د پولیس له لوري جاري شوی بیان کښې ویل شوی چې د چاروازګي په چيک پوسټ باندي د مسافرو په ګاډي کښي سپور تن حميد خان څخه د لټون په مهال د هغه د قبضي نه 3 ډيټونیټر برآمد شوي دي۔
په تورخم پوله هم نادرا پواینټ سره د تلاشۍ پر مهال د حیات الله افغان له زوی عظیم څخه ۳۰۰۵ نشه ی ایز ټابلیټۍ ترلاسه شوي دي او تورن کسان د لنډیکوتل پولیس سټیشن ته لیږل شوی دي چرته چې ددوی څخه پلټنې روانې دي.
……………………..

نور خبرونه

د ارشد شریف په وژنه او شهادت د خیبر پشتونخوا وزیراعلی خواشیني څرګنده کړې ده

لاهور کښې یو جینې د واده کولو څخه په انکار د خپلوان له لوري ژوندې وسوځول شوه

وفاقی وزیر قانون اعظم نزیر تارړ استعفی ورکړې ده

د ارشد شریف مړي پوسټ مارټم مکمل شوې، مړې به ی نن شپې پاکستان ته راوړل شي

کینیارسنیو خبر ورکړې چې د ارشد شریف د وژنې پلټونو په اړه په کینیا حکومت فشار اچول زیات شوي

بلوچستان، په قامۍ لویه لار ترافیکي پیښه کښې ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړې

په کینیا کښې رسنیو د وژل شوي پاکستان خبریال د ګاړي تصویرونه خپاره کړي دي

Leave a reply