د ارشد شریف مړي پوسټ مارټم مکمل شوې، مړې به ی نن شپې پاکستان ته راوړل شي

باغی ټي وي رپورټ
کینیا کې د سینئیر خبریال ارشد شریف پوسټ مارټم مکمل شوې دې.
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د خبريال ارشد شريف جسد د کينيا نه پاکستان ته رسولې شوې دې۔
مريم اورنګزېب په خپل يو بيان کې وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف د کينيا صدر سره د خبرو په نتيجه کې قانوني چارې په چټکۍ سره بشپړې شوې او د قانوني مراحلو بشپړولو وروستو د ارشد شريف مړى به د اسلام اباد راړولو چارې پیل شوي دي.
هغه وویل چې د پاکستان هائی کمشنر سیده ثقلین د څو ساعتونو لپاره د ټولو اقداماتو څارنه وکړه، هغه د نیروبي په هوايي ډګر کې پاتې شوه تر څو چې جسد ونه لیږدول شي.
د وژل شوي ارشد شریف پوسټ مارټم په نیروبي کې ترسره شو. ډيپلوماټيکو سرچينو ويلي، چې پاکستان ته د وژل شوي خبريال د جسد د لېږدولو لپاره چمتووالى نيول شوى او هڅې روانې دي، چې مړى ژر تر ژره اسلام اباد ته ولېږدوي.
له بلې خوا د کورنۍ غړي وايي چې د ارشد شریف مړی به د سه شنبې په ورځ پاکستان ته راوړل شي.
د کورنۍ غړو په وینا د مرحوم ارشد شریف جنازه به د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد په H11 هدیره کې ادا کیږي.
د QR 1342 الوتکه د ارشد شریف جسد د نیروبي څخه د ماسپښین په 3:14 د اسلام آباد په لور وخوځېده او جسد به ی نن شپه پاکستان ته راورسول شي.
باید وویل شي چې ارشد شریف د یکشنبې په شپه د نایروبي ماګدي پر لویه لار د پولیسو له خوا په غلط فهمۍ سره په ډزو ووژل شو.






