کینیارسنیو خبر ورکړې چې د ارشد شریف د وژنې پلټونو په اړه په کینیا حکومت فشار اچول زیات شوي

ارشد شریف : فایل فوټو
باغی ټي وي رپورټ
کینیا رسنیو خبر ورکړی دی چې حکومت تر سخت فشار لاندې دی چې د نامتو پاکستاني خبریال ارشد شریف د وژنې په اړه تحقیقات وکړي.
سینیر خبریال او اینکر ارشد شریف د یکشنبې په شپه په کینیا کې د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
ارشد شریف د یکشنبې په شپه د نایروبي – ماګدي پر لویه لار د پولیسو له خوا د غلط هویت له امله په ډزو ووژل شو.
د کینیايي رسنیو په وینا د کینیا پر حکومت د ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره فشارونه مخ په زیاتېدو دي.
کینیا میډیا د کینیا صدر ته د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف د ټیلیفون ذکر کړی دی.
په ټيلېفوني خبرو کې شهباز شريف د کينيا صدر ته ټيليفون وکړ او د پېښې په بې طرفه او شفافه پلټنو يې ټينګار وکړ او د مړي د ژر تر ژره بېرته ستنولو غوښتنه يې وکړه.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې د کینیا ولسمشر په دې پېښه خواشیني ښودلې او ډاډ یې ورکړی، چې د عدالت غوښتنې به پوره کوي او د پېښې د پلټنو راپور به ژر وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د کينيا د خبريالانو تنظيم کينيا ايډيټر ګيلډ هم د دې پېښې د پلټنو او د خبريال ارشد شريف د بې رحمانه وژنې د مسوولينو پر ضد د اقدام غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا د کینیا د رسنیو شورا هم د ارشد شریف د وژنې په اړه د عدالتي تحقیقاتو غوښتنه کړې ده. د کینیا د خبریالانو اتحادیې ویلي دي چې د ارشد شریف په وژنه کې ښکیل پولیس افسر باید ژر تر ژره ونیول شي.






