بلوچستان، په قامۍ لویه لار ترافیکي پیښه کښې ۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړې
باغی ټي وي رپورټ
لوچستان په کلات ولسوالۍ کې د ملي اردو پر لويه لاره د يوه کوچ او موټر د ټکر له امله څلور تنه مړه شوي دي.
دپوليسو ترمخه دکوئټې څخه کراچۍ ته روان يو کوچ دکوئټې-کراچۍ په لويه لاره کلات ته نزدې غوث اباد کراس کې دزيات سرعت له امله له خضدار څخه کوئټې ته روان يو گاډى سره ټکر کړى دى.
دچاودني له امله په موټر کې سپاره څلور کسان مجاهد اسلام، علي کرد، عبدالرحمن درانی او امتیاز شاه په موقع مړه شوي دي، چې له انتخاب وروسته بیرته کوټې ته روان وو.
دپوليسو وينا ده چې دوژل شوؤ کسانو مړي ډي ايچ کيو کلات ته ليږدول شوي دي.
دا خبره د یادونې ده چې د کهیوړه سالټ رینج کې د ډمپر ګاړي د ټکر له امله د ناوې او زلمي په ګډون ۶ کسان وژل شوي دي.
د ریسکیو د سرچینو له مخې پیښه د ډمپر د بریک د خرابیدو له امله رامنځته شوې، په پیښه کې ۸ تنه ټپیان شوي هم دي.
د ژغورنې سرچينې وايي، مړي او ټپيان يې د THQ روغتون ته لېږدولي دي.